د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۶

جان کري به سوداګرو ته ایران کې د پانګونې په اړه ډاډ ورکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په لندن کې له لویو بانکدارانو سره ګوري، څو ډاډ ورکړي چې امریکا به له ایران سره د دوی د راکړو ورکړو په وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

خو د رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکايي چارواکو د ډاډ سربیره د اروپا هیڅ لوی بانک پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله له دې هېواد سره تجارتي راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کوي.

نوموړی به په دې لیدنه کې هڅه وکړي چې لویو بانکوالو ته ډاډ ورکړي که چېرې له ایران سره راکړه ورکړه کول غواړي امریکا يې په وړاندې خنډ نه ګرځي.

جان کري وايي، یو شمېر بانکونه پر ایران د امریکا پاتې بندیزونه د یوې پلمې په توګه کاروي څو له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په داسې حال کې چې د ایران سره د اټمي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته پر دې هېواد د لګېدلو نړیوالو بندیزونو لویه برخه لرې شوې ده، بانکونه کولی شي له ایران سره راکړه ورکړه وکړي.

جان کري د سې شنبې په ورځ لندن ته د رسېدو وروسته وویل:

"کارو باریان که نه غواړي سوداګري وکړي او یا یو ښه قرارداد نه ګوري، باید چې د امریکا د متحدو ایالتونو بندیزونه د یوې پلمې په توګه ونه کاروي، دا عادلانه او سم کار نه دی."

د بارکلایس "Barclays". ایچ. ایس . بي . سي "HSBC " او سټنډرډ چارټر "Standard Chartered" په شمول د بریتانیا ډېر لوی بانکونه له جان کري سره په دې غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې بانکونه دې یوازې له هغو کاروبارونو او ایرانیانو سره له راکړې ورکړې ځان وساتي چې د امریکا د بندیزونو هدف دی، لکه یو شمېر هغه شرکتونه چې د ایران د انقلاب ساتونکې ځواک سره تړلي دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د جان کري او نورو امریکايي چارواکو د ډاډ سربېره هم لوی اروپايي بانکونه پر ایران د امریکا د بندیزونو له ویرې له دې هېواد سره سوداګریزو معاملو ته لېواله نه دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کاال کې د اروپا ستر بانک بي. این. پي پارېبس "‌BNP Paribas" په ایران کې خپلو مشتریانو ته د پیسو د انتقال له کبله لس میلیارده ډالر جریمه شو او دې مجازاتو پر اروپايي بانکونو ژور اغېز کړی.

د بارک اوباما اداره ټینګار کوي، هغه بانکونه چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د باندې دي کولی شي له ایران سره راکړه ورکړه وکړي.

خو بانکونه له دې ډارېږي چې ښايي د امریکا راتلونکې ولسمشر په دې برخه کې بل کوم دریځ ولري.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، له دې هېواد سره د نړیوالې سوداګرۍ په ځنډ کې د امریکا متحده ایالات ملامتوي.

نوموړې د روان کال د مارچ په میاشت کې وویل:

"د امریکا د خزانو وزارت داسې چلن کوي چې لوی شرکتونه، لویې سوداګریزې ادارې او لوی بانکونه له ایران سره راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کوي."

XS
SM
MD
LG