د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

د لویې پکتیا جرګه: د توتاپ مسیر سالنګ دی باید بدلون ورنه کړل شي


د لويې پکتیا د ځوانانو ګډه جرګه له افغان حکومت نه غوړاې چې افغانستان او پاکستان ته باید د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د برېښنا مزي د سالنګ له لارې وغځول شي.

دوی وايي، که چېرې دغه پروژه د بامیانو له لارې عملي کېږي، ډېر ځنډ به په کې راشي او د هېواد اقتصادي وضعیت ته به هم ستونزې پیدا کړي.

د لویې پکتیا د ځوانانو ټولنه چې د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ځوانان په کې دي وایي، هیڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د توتاپ پروژې په عملي کولو کې خنډونه رامنځ ته کړي.

توتاپ یا د افغانستان او پاکستان لپاره د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د برېښنا پروژه په دې وروستیو کې یو څه سیاسي شوې او د انتقال د مسیر په اړه یې مخالفتونه جدي شوي دي.

یو شمېر چارواکي او خلک په دې تينګار کوي چې دغه پروژه باید د بامیانو له لارې تېره شي، خو د لویې پکتیا د ځوانانو ټولنه وایي، د دغې پروژې مسیر سالنګ دی او باید څوک بدلون ورنه کړي.

د دغې ټولنې ویاند ضیاالحق فضلي وویل:

"د برېښنا پروژه چې د میلونونو ولسونو بنسټیزه غوښتنه او هېله ده، د سالنګ له لارې یي پلي کېدل حتمي او لازمي دي، باید د مسیر بدلولو فکر يې له ذهنونو وویستل شي، که کمېسیون ټاکل کېږي خو چې د پروژې چارې د ځنډ او خنډ سره مخ نه کړي."

د دغې جرګې غړو له حکومت نه وغوښتل چې په دې پروژ کې دې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو یو شمېر نا پلانه ولسوالي هم په پلان کې شاملي شي او مساویانه حق دې ورکړل شي.

له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د خلکو د شورا په زرګونو غړو په کابل کې له حکومته وغوښتل چې د برېښنا د پنځه سوه کیلو ولټه پروژه دې د بامیانو ولایت له لارې پلې شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د دوشنبې په ورځ د یوي تلوېزوني وینا پر مهال وویل یوکمېسیون یې ګمارلی چې د اقتصادي او ټولنیزو اړخونو په پام کې نیولو سره، د د دغې پروژې پلې کولو ته معقوله لاره وسنجوي:

"زه ملي کمېسیون ګمارم چې غړي یې د خلکو له استازیو، سیاسي اومدني فعالانو او متخصصینو سره مشوره وکړي، د دې پروژې اسناد او اقدامات وویني، اقتصادي او ټولنیز اړخونه یې بررسي او حکومت ته یې وړاندې کړي، څو په رڼا کې یې، په راتلونکې کې تصا میم ونیول شي."

ولسمشر همدا راز په خپلو خبرو کې وویل حکومت د هېواد د ولایتونو متوازنې پرختیا ته ژمن دی او ټولې پروژې به په کې د اقتصادي وضیعت په پام کې نیولو سره تر سره شي.

تېره اوونۍ افغان کابینې هم موافقه وکړه چې د یادې پروژې پلي کولو ته د سالنګ لاره غوره ده چې وروسته بیا د جمهوري ریاست او اجراییه ریاست د دوو مرستیالانو له غبرګونونو سره مخ شوه.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG