د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

جرمني د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د څښاک اوبو پروژې پلې کوي


جرمني د افغانستان په څلور ولایتونو کې د ۵،۳ ملیونه یورو په لګښت دڅښاک د پاکو اوبو پروژې پلې کوي.

په افغانستان کې د جرمني د اوبو رسولو د پروګرام رئیس د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اقتصاد له وزیر سره د یادو پروژو د پلې کېدو د تفاهم لیک د لاسلیکولو پر مهال په یاده برخه کې د همغږۍ په پراختیا ټینګار وکړ.

د دغه تفاهم لیک په لاسلیکولو سره به خلکو ته د اوبو رسولو پروګرام پیل او په کابل، کندز، بلخ او بدخشان کې به د ښار جوړنې او اوبو او برېښنا وزارتونو، د چاپیرال ساتنې ادارې او د اوبو رسولو او کانالیزسیون د ادارې په همغږۍ سره پلې شي.

په افغانستان کې د جرمني د اوبو رسولو د پروګرامونو رئیس کوفته د افغانستان د اقتصاد له وزیر سره د څښاک د پاکو اوبو د پروګرامونو د پلې کولو د درېیم پړاو تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال وویل، د څښاک پاکې اوبه د افغانستان د اقتصاد په وده کې مهم رول لري:

"هغه تړون چې نن یې موږ لاسلیکوو د یو کال لپاره دی خو لکه څنګه مې چې وویل د افغانستان او جرمني تر منځ یو تفاهم لیک دی چې له مخې یې اوبو ته مهم لومړیتوب ورکړل شوی، نو څرګنده ده چې موږ لا اقل یو کال نور هم دې کار ته دوام ورکوو، د اوبو او برېښنا په شان بنسټیز پروګرامونه له نړیوالو سره په نړیوالو همکاریو کې په لومړیتوب کې دي."

نوموړي دغه شان ټینګار وکړ چې د اوبو رسولو دا پروګرام د افغانستان په ولایتونو کې هم د بنستونو همغږۍ ته اړتیا لري.

د جرمني له خوا په افغانستان کې د اوبو رسولو پروګرام په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې پیل شو چې د ۲۰۱۷ کال تر ورستیو پورې به بشپړ شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د دغه پروګرام پخواني دوه پړاونه په کابل، هرات، کندز، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې پلي شوي دي.

په کندز ولایت که له ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې شا او خوا ۷۷ زره کورنۍ او په کابل کې له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې شا او خوا ۱۰ زره کورنۍ د دغه پروګرام له لارې د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي دي.

دغه شان د جرمني له خوا د اوبو رسولو د پروګرام له لارې په هرات ولایت کې ۴۳ زره د څښاک د پاکو اوبو نلونه او د اوبو میترونه د خلک کورونو ته غځېدلي او نصیب شوي دي او دغه شان په کندز، هرات او بلخ کې د اوبو د ضایغاتو د مخنیوي په هدف شپږې لویې دستګاه ګانې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د دغه تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال د افغانستان له بیلا بیلو سکتورونو سره د جرمنې د مرستو په موثریت او رول په ځانګړي ډول د اوبو رسولو د پرورګرام په برخه کې ټینګار وکړ ویې ویل چې په ولایتونو کې د اوبو رسولو دغه پروګرام دېر بریالی دی.

د اقتصاد وزیر د دغه ۵،۳ ملیون یرو د لګښت په اړه وویل:

"دغه مرسته په څلور کلیدي برخو کې لګېږي، د اوبو دسکتور په برخه کې، د پلان ګذارۍ په برخه کې، د ښاري اوبو رسولو د مدیریت د پیاوړي کولو په برخه کې، او د اوبو د کیفیت د لوړولو د مدیریت په برخه کې چې له دغو څلور برخو څخه دوهمه برخه یې د الماني سلاکارانو له خوا پلې کېږي."

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې جرمني په پام کې لري چې په ټولیز ډول ۲۰۴ ملیونه یورو د اوبو د سکتور په برخه کې ولګوي.

جرمني د اوبو د سکتور سربېره په تېرو څو کلونو کې د ښې حکومتوالۍ، د امنیت د تينګښت، بېړنیو حالاتو، روغتیا، فرهنګ او ځینو نورو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

خو خلک وايي چې، د پلي شویو پروژو سربېره په افغانستان کې د اوبو د سکتور په برخه کې لا هم د کانلیزسیون سیستمونه ستونزې لري او یو شمېر خلک هم په لرو پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

راپور: جمل تورمان

XS
SM
MD
LG