د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د کندز ـ تخار لار اوس هم د طالبانو له ګواښ سره مخامخ ده


د کندز ـ تخار د لویې لارې مسافر او موټر چلونکي شکایت کوي چې پر دغې لویې لارې وخت نا وخت وسله وال طالبان راوځي او پر دولتي موټرونو او امنیتي پوستو باندې برېدونه کوي چې له کبله یې خلک پر دې لارې باندې د تګ را تګ پر مهال د خوندېتوب احساس نه کوي.

دوی له دولتي چارواکو څخه غواړي څو د کندز – تخار د لويې لارې ته نږدې کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي ترڅو دغه لاره د وسله والو مخالفینو له ګواښونو څخه وژغورل شي.

د یادې لارې څو تنو موټر چلوونکو ازادي راډيو ته وویل:

"زه نصیر احمد یم، په دې لارې کې ټينګ امنیت شتون نه لري تېره ورځ هم د دوکان ادم خان په سیمې کې جګړه وه همدارنګه خلک هم کله نا کله له دې لارې څخه تښتول کېږي."

"زه ګلاپ شاه یم، دوه ورځې وړاندې د خواجه پستې په سیمې کې طالبان سړک ته را وتې وو او پر پوستو باندې برېدونه کړي وو چې له کبله یې لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه."

د موټر چلونکو او مساپرانو په وینا چې پر دغې لارې باندې ډېرې امنیتي ګواښونه د خان اباد ولسوالۍ د چهار سرای، دوکان ادم خان او خواجه پُستې او د کندز مرکز اړوند د ملرغي، باغ میري او لرخابیو په سیمو کې موجود دي.

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکي هم زیاتوي:

"علي احمد یم، په دې لارې کې سره له دې چې امنیتي پوستې هم بېرته جوړې شوي دي، خو بیاهم طالبان سړک ته راوځي او موټرونه تلاشي کوي او یا پر پوستو باندې برېدونه کوي."

خو په ورته وخت کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې اوس مهال پر دغې لويې لارې باندې امنیتي پوستې بېرته رغولي شوي دي او په کې امنیتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.

په دې اړه د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته داسې وویل:

"اوس مهال د کندز – تخار لويه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه ده او هیڅ ډول امنیتي ستونزې نشته دي او په پوستو کې دولتي ځواکونه ځای پر ځای دي او خلک کولای شې په ډاډه زړه تګ را تګ وکړي."

د یاد ونې ده چې د کندز – تخار سړک پر خان اباد ولسوالۍ باندې غځېدلې دی، د موټر چلونکو او مساپرانو په وینا چې ډېرې وخت د خان اباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې غیر مسؤل وسله وال هم پر وسله والو غلاو لاس پورې کوي او د خلکو پر وړاندې بېلابېل ستونزې هم جوړوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG