روسیه او د امریکا متحده ایالات د دوشنبې په ورځ سلا شول چې د سوریې د جګړې د سیاسي هواري لپاره به هڅې زیاتوي او په دې هېواد کې به اوربند د هېواد ټولو برخو ته پراخوي.
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د ټیلیفون له لارې د سوریې پر وضعیت په خبرو کې، هغو سیمو ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی چې محاصره کې دي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې هغه ګډه اعلامیه خپرې کړې چې وايي، روسیه او امریکا ژمن دي چې په سوریه کې یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره به خپلې هڅې دوه چنده کړي.
دواړه خواوې چې د سوریې د ملاتړ د نړیوالې ډلې شریکه مشري کوي وايي چې د جګړو په کابو کولو کې یو څه پرمختګ شوی خو ټینګار یې کړی چې د هېواد په ګڼو سیمو کې له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي توګه په دې وروستیو وختونو کې. همدارنګه یې محاصره شویو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې هم شتو ستونزو ته اشاره کړې.
د امریکا او روسیې دا ګډه اعلامیه وړاندې وايي: موږ په سوریه کې اوربند ته پر خپل تعهد بیا ټینګار کوو او په ټول هېواد کې یې د ټینګښت لپاره هڅې زیاتوو .
په اعلامیه کې دواړو لورو اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو د هڅو پر زیاتېدو هم تأکید کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا هېواد به د سوریې له چارواکو سره کار وکړي څو پر هغو سیمو کې خپل هوايي عملیات راکم کړي چې ولسي خلک په کې دي او یا هغه ډلې په کې دي چې اوربند ورسره شوی دی.
په عینحال کې واشنګټن ویلي، دوی به په سیمه کې د خپلو متحدینو لپاره مرسته او ملاتړ برابر کړي څو وکولای شي ترورېستي ډلو ته له پولو څخه د وسلو، جنګیالیو او مالي ملاتړ د اوښتو مخه ونیسي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د حکومت او اپوزېسیون تر منځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې د خبرو اترو په اړتیا هم ټینګار کړی دی.
کله چې په حلب کې د فېبرورۍ د میاشتې په ۲۷ نېټه د تاوتریخوالي د راکمولو شوی تړون په دې وروستیو کې مات شو، تېره اوونۍ دغلته د سوریې د حکومت او د اپوزېسیون د ډلو تر منځ په یو نوي مؤقت اوربند سلا وشوه. دا اوربند په لومړي سر کې د دوو ورځو لپاره منل شوی و خو وروسته د سې شنبې تر ورځې وغځول شو.
په حلب کې د اپرېل د ۲۲ نېټې راهیسې په جګړو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي. دا د سوریې دویم لوی ښار دی چې ځینې برخې یې له حکومتي ځواکونو او ځینې نورې یې د حکومت د مخالفو وسلهوالو په ولکه کې دي.