د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

په مصر کې وسله والو اته خفيه پوليس ووژل


د مصر د کورنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل، اته پوليس يې د وسلوالو په حمله کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر يوې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي شپږو پلويانو ته د اعدام د سزا وړانديز کړى دى.

د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، اته خفيه پوليس يې د پلازمېنې قاهرې د جنوب په ٣٥ کيلومترۍ، حلوان ښار کې وژل شوي دي.

دغه پوليس په يوه ميني بس موټر کې سپاره وو چې څلورو مخ پټو وسله والو کسانو يې اول موټر ودراوه او بيا يې ورباندې ډزې وکړې.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګه ليکي چې د ٢٠١٣میلادي کال له نيمايي راهيسې چې کله پخوانى ولسمشر محمد مرسي له واکه وپرځول شو، په تاوتريخوالي او شخړو کې د مصر په سلګونو پوليس او سرتېري وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، ډېرى سرتېري او پوليس د داعش ډلې او نورو سخت دريځو وسله والو له خوا په سيناى ټاپووزمه او د قاهرې په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

د مصر جنايتکارو ډلو هم د مصر پوليس په نښه کړې دي، خو د فرانسې خبري اژانس په حواله د وروستيو بريدونو له نښو نښانې ښکاري، هغه سخت دريځي وسله وال په کې لاس لري، د پخواني اسلامپال ولسمشر محمد مرسي تر پرځول کېدو وروسته يې په دغه هېواد کې تاوتريخوالى پيل کړى دى.

د مصر داخله وزارت وايي، په وژل شوېو پوليسو کې يو افسر هم شامل دى، خو اووه تنه نور ټيټ رتبه پوليسان دي.

د تېر ميلادي کال په جولاى مياشت کې هم يو پوليس په حلوان کې له يوه موزيم نه بهر وژل شوى و.

په وروستيو کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې پر پوليسو وسلوالې حملې او وړې بمي چاودنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر يوې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي شپږو پلويانو ته د اعدام د سزا پېشنهاد وکړ.

د مصر يوې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي شپږو پلويانو ته د اعدام د سزا پېشنهاد وکړ
د مصر يوې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي شپږو پلويانو ته د اعدام د سزا پېشنهاد وکړ

خو پخواني ولسمشر محمد مرسي ته چې د جاسوسۍ په تور محاکمه کېږي، د اعدام سزا نه ده پېشنهاد شوې.

د مصر د لوى مفتي تر عکس العمل وروسته د مصر محکمه د جون مياشتې پر ١٨ مه بيا غونده کوي.

د مصر محکمو د محمد مرسي تر پرځول کېدو وروسته د هغه په سلګونو پلويان په اعدام محکوم کړي، خو ځينې يې توانېدلي د استيناف غوښتنه وکړي.

سخت دريځي وسلوال ادعا کوي دغه حملې د پوليسو له خوا د محمد مرسي د پلويانو د سخت ځپل کېدو په غچ کې کوي. دغو سخت دريځو وسلوالو په مصر کې پر بهرنيانو هم حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG