د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

هیله من یو ولسي جرګه نوو سرپرستانو ته باور رایه ورکړي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ملي امنیت ریاست او د فاع وزارت سرپرستان به ژر ولسي جرګې ته د باور رایو د اخیستو لپاره وروپیژني.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دواړه شخصیتونه به وکړای شي چې له ملي شورا د باور رایه ترلاسه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره ټاکل شوي سرپرستان وړ شخصیتونه دي او هیله لري چې د ملي شورا غړي ورته د باور رایه ورکړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت لپاره ټاکل شوي سرپرستان با تجربه کسان وبلل او ویې ویل چې حکومت هڅه کوي څو د امنیتي سکټور د مدیرت په برخه کې تشه رامنځته نه شي.

خو ښاغلي مینه پال دا واضح نه کړه چې دغه سرپرستان به کله ولسي جرګې ته د باور راېې د اخیستو لپاره معرفي شي.

هغه زیاته کړه:

"ددې لپاره چې دا دواړه ډېر مهم ارګانونونه دي او په کار کې خلل رانشي او کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ نه شي سرپرستان معرفي شول او په ورستیو کې به پارلمان ته د باور رایو د اخییستو لپاره معرفي شي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز ارکان جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست او د دفاع وزارت پخوانی سرپرست معصوم ستانکزی د ملي امنیت د سرپرست په توګه معرفي کړل.

ښاغلي غني څه موده وړاندې له ملي شورا سره په مشورتي غونډه کې ژمنه کړې وه چې ژر به د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره کسان ملي شورا ته د باور رایې د اخیستو لپاره ورمعرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولسي جرګې غړو معصوم ستانکزی چې د ولسمشر له لورې د د فاع وزارت لپاره ورپېژندل شوی و د رایو په اکثریت ردکړ.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي ترهغې چې د حکومت مشران د کورني سیاست پر اساساتو جدي کار ونه کړي هیڅ برنامه به ونه شي کړای چې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

سیاسي کارپوه یونس فکور د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"رئیس جمهور او رئیس اجراییه باید د هېواد لپاره سیاست د پارلمان په تصویب تعین کړي او بیا د هغه سیاست د عملي کولو مشري دي دوی وکړي امافکر نه کوم چې شخصیتونه دې وکړای شي چې په تنهايې د افغانستان ستونزې حل کړي."

له دې وړاندې ملي د فاع وزارت ته د وزیر د نه ورپیژندولو او د سرپرستانو د کار د دوام له کبله پر جمهور رئیس جدي انتقادونه کېدل.

دا چې مهمو پوستونو ته د دغو کسانو معرفي کېدل به د هېواد پر امنیتي وضعیت څومره تاثیر وکړي د وخت په تیرېدو روښانه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG