د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

کمین زاده: له ۲۰۱۳راهیسې په افغانستان کې زرو فابریکو سقوط کړی


د صنعت کارانو د ټولنې رییس وایي، له ۲۰۱۳ میلادي کار راهیسې تر اوسه په افغانستان کې څه باندې زرو فابریکو سقوط کړی دی.

شیر باز کمین زاده د ازادي راډیو د حقیقت څه دی له پروګرام سره مرکه کې یې عوامل په تېرو کلونو کې د دولت نه پاملرنه، له افغانستانه په زیات شمېر کې د بهرنیو ځواکونو او موسسو وتل او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو ناسم رقابت یادوي.

خو ښاغلی کمین زاده وایي، په دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو ګټې اخیستنې او همدا راز افغانستان ته پر واردیدونکو خامو موادو د مالیو کمول د صنعتي تولیداتو د ودې لپاره د دولت له وروستیو مثبتو اقداماتو څخه دي.

اخوا فابریکو ته د ځمکو نه ورکول او ناکافي بریښنا هغه ستونزې دي چې د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې رییس وایي، لا هم پر خپل حال پاتې دي.

د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل له ښاغلي شیر باز کمین زاده سره د افغانستان د صنعتي فابریکو په اړه مفصله مرکه کړې ده:

حقیقت څه دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG