د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اروپا ته د تلونکو غير قانوني کډوالو شمېر کم شوی


د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د شوي تړون په نتیجه کې یونان ته د تلونکو غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو شمیر بې ساری کم شوی دی.

په تېره اپریل میاشت کې د تېرکال د همدې مودې په پرته لږ شمېر کډوال یونان ته رسېدلي دي.

دغه وروستۍ شمېرې د هغه تړون نتیجه ده چې د ترکيې او اروپایي اتحادیې ترمنځ شوی او هدف یې د هغو کډوالو د بهیرمخنیوی دی چې قاچاق وړونکي یي د ترکیې له سواحلو په کښتیو کې د اژې د سمندرګي له لارې یونان ته رسوي.

د جرمني ډي. پي. اې خبري آژانس د راپورله مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR او د یونان د کډوالۍ بحران ته د رسېدګۍ د چارو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې په اپریل کې ټول ۳۴۶۹ کسان له ترکیې یونان ته رسېدلي حال داچې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اپریل په میاشت کې دغه شمېره ۱۳۵۵۶ وه.

تېرکال په پسرلي کې د کډوالو شمېر چې ډېری یې د افغانستان، سوریي او عراق په څېرد جګړو په سیمو پورې تړلي بې ساري اندازې ته ورسېد چې د کال ترپایه یې شمېر تر یومیلیون واوښت.

په مارچ میاشت کې اروپایي اتحادیې او ترکیې یوتړون لاسلیک کړ چې له مخې یې بروکسل انقرې ته له کډوالو سره د مرستې لپاره د میلیارډونو ډالرو او د اروپایي اتحادیې غړیو هېوادونو ته له ویزې پرته د ترکانو د تګ په مسله کې د پرمختګ په ګډون ځیني امتیازات ورکړل اوپه بدل کې یې هم انقرې د کډوالو د بېرته منلو ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې چې اروپایي کمېسیون د چارشنبې په ورځ ترکانو ته د ویزې د لېرې کولو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورله مخې تر اوسه یونان شاوخوا ۴۰۰ کډوال بېرته ترکیې ته استولي خو په دې هېواد کې په لسګونو زره کسان ایثارپاتې دي اود دې هېواد د شمالي پولې د تړلو له امله نشي کولای د اروپا نورو هېوادونو ته ځان ورسوي.

دا هغه کډوال دي چې د شوي تړون له مخې به بیرته ترکیې ته استول کېږي.

اروپایي اتحادیه به د هریوه کډوال په بدل کې چې ترکیه یې له یونانه مني، د دې هېواد په کمپونو کې مېشت یوه سوریایي کډوال ته پناه ورکوي.

د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلو په ملیونو کډوالو د ترکیې په کمپونو کې اړولي دي.

د کډوالو هغه شمېرته په پام سره چې د روان ۲۰۱۶ کال په لومړیو میاشتو کې یونان ته رسېدلي، شوي تړون خپل اغېز لرلی دی.

په جنوري کې شاوخوا ۶۷ زره، په فبرورۍ کې ۵۷ زره او په مارچ کې چې پولې لانه وې تړل شوې، نږدې ۳۰ زره کډوال یونان ته رسیدلي و.

اوس چې مې میاشت ده، په لومړیو دو ورځو کې یواځې ۱۱۲ کسانو ځان یونان ته رسولی دی.

XS
SM
MD
LG