د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د طالبانو د تروریستي تبلیغاتو ستډیوګانې په پاکستان کې دي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو ټولې رسنیزې او د ترانو تبلیغاتي ستډیوګانې په پاکستان کې فعالې دي.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، په هېواد کې دننه ځینې کړۍ، د دغو ویرې اچوونکو موادو د خپرولو هڅې کوي.

په پاکستان کې د طالبانو د تبلیغاتو، ترانو اوهمدارنګه د دغو موادو د چمتوکولو لپاره د ستډیوګانو موجودیت، کومه نوې خبره نه ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ورته اشاره کوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت او د سیمه ییزو ادارو له ویندویانو سره په ګډې خبرې ناسته کې وویل، د طالبانو مشران چې د بهرنیو استخباراتو له خوا ګمارل کېږي، هڅې کوي چې په افغانستان کې د تبلیغاتو له لارې یو ډول رواني جنګ ته لمن ووهي.

هغه زیاته کړه:

"د طالبانو ټولې ویب پاڼې، ټولنیزې شبکې او د جنګي سندرو او ترانو ستډیوګانې په پاکستان کې دي او خاصې ډلې یې ورته ګمارلي دي، د طالبانو او نورو تروریستي ډلو کوښښ دا دی چې د افغانستان پرخلکو تپل شوی جنګ چې دوی په کې د اجیرانو په توګه استعمالېږي، له دیني اړخه توجهه کړي، خو هغه ګروپونه چې مشران یې د استخباراتي حلقو په خوښه ټاکل کېږي، په هیڅ صورت پر یوه مسلمان ملت یوې تپل شوې جګړې ته د مشروعیت د ورکولو حق نه لري."

پخوا تردې خلکو له حکومته غوښتي چې د طالبانو تبلیغاتي مرکزونو او دغو فعالیتونو ته د هغوی د لاسرسي مخه ونیسی، خو دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي په پاکستان کې، د دغو تبلیغاتي شبکو په اړه څرګندونې کوي.

همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست بیا بیا ویلي کوم کسان چې په ویره اچوونکو فعالیتونو کې نیول شوي، په پاکستان کې روزل شوي دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ وضعیت هغه مهال ترینګلی شو چې په کابل کې د ملی امنیت پر لسم ریاست برید وشو.

په دې برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او شا او خوا ۳۵۰ په کې ټپیان شول.

د پېښې په اړه افغان حکومت ویلي چې دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

پاکستان د افغان حکومت د د غو څرګندونو پر وړاندې څه نه دي ویلي، خو پخوا تردې یې دا ډول خبرې رد کړي دي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال چې په دغې خبرې ناسته کې حاضر و، وویل چې روان کال به د ټولو ترهګرو ډلو د ماتې کال وي.

هغه زیاته کړه:

"سږکال زموږ د بریا کال دی، هغه ګواښونه چې همدا اوس په هېواد کې محسوسېږي، افغان زړه ور سرتېري یې د هېواد په هرځای کې خنثی کوي."

افغان چارواکو ویلي چې د پاکستان د کړنو په اړه به د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

دا چې دا شکایت به کله کېږي او په افغانستان کې به دپاکستان پر لاسوهنو څومره اغېز وکړي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG