د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

هند د وېزې ورکولو په برخه کې نوي طرزالعملونه ایجاد کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د یو شمېر هېوادونو له اتباعو سره د افغاني پاسپورټونو موجودیت د دې لامل شوی چې هند د خپلو ویزو په ورکړې کې محدودیت وضع کړي.

صلاح الدین رباني د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وویل بیا هم هڅه کېږي ترڅو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې موجوده ستونزه هواره کړي.

صلاح الدین رباني وايي، د هند وېزو د اخیستلو لپاره جوړ شوي طرازلعملونه افغانانو ته د وېزو د نه ورکولو په معنی نه دي.

ښاغلي رباني د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په ناسته کې وویل د یوشمېر بهرنیو هېوادونو له اتباعو سره د افغاني پاسپورټونو مجودیت د دې لامل شوی چې هند د خپلو وېزو د ورکړې په برخه کې یو شمېر محدودیتونه وضع کړي.

نوموړي د بانکي حساب لرل او د هغو ناروغیو لپاره د اسنادو موجودیت چې په هېواد کې د درملنې وړ نه وي د هند د وېزو د اخیستلو مهم طرزالعملونه یاد کړل.

هڅه کېږي ترڅو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې موجوده ستونزه هواره کړي.
هڅه کېږي ترڅو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې موجوده ستونزه هواره کړي.

​هغه زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې افغاني پاسپورټونه د یو شمېر نورو هېوادونو له اتباعو سره لیدل شوي دي او دا په کابل کې د هند د سفارت د اندېښنې سبب شوی، نو بناً هغوی دې نتیجې ته رسېدلې دي چې یو شمېر مقررات معرفي کړي چې هرڅوک ونه شي کړی چې ویزه ترلاسه کړي، خو دا په هیڅ وجه د دې دلیل نه دی چې هند به افغانانو ته ویزې ور نه کړې، ویزه ورکوي خو هغوی یو طرزالعمل پیشنهاد کړی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې دا خبرې د یو شمېر سناتورانو له انتقادونو وروسته وکړې چې ویلي د هند لخوا افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې ستونزې موجودې دي.

ښاغلي رباني وویل بیا به هم هڅه وشي ترڅو افغانانو ته د هند د ویزو د ورکړې په برخه کې ستونزې هوارې شي.

خو نوموړي په دې اړه جزیات ورنه کړل چې افغاني پاسپورټونه د کومو هېوادونو له اتباعو سره لیدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې اته میاشتي مخکي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې له یوې ایرانۍ ښځې څخه څېړنې روانې دي چې په متحده عربي اماراتو کې له یوه افغاني پاسپورټ سره نیول شوې وه.

سره له دې چې د افغانستان د پاسپورټ سیسټم تر ټولو خوندي سیسټم بلل کېږي خو بیا هم د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي وایي چې یوشمېر افغاني پاسپورټونه د نورو هېوادونو له وګړو سره لیدل شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي سره له دې چې د جعل موضوع د افغاني پاسپورټونو په وېشلو کې په پام کې نیول کېږي خو بیا به هم په دې اړه څېړنې وشي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه به موږ څېړنه وکړو، زموږ باور دا دی کوم پاسپورټونه چې افغانانو ته په دې وروستیو کې ویشل کېږي، دا ټول مسایل په پام کې نیول کېږي، خو بیا به هم دا موضوع موږ وڅېړو و به ګورو چې ایا ستونزه شته او کنه."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هنلي اند پارتنرز په نوم د یوې نړیوالې ادارې راپور څرګندوي چې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ یو له بې اعتباره پاسپورتونو څخه دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان اوسنی پاسپورټ کمپیوټري، معیاري او په لوړ کیفیت بایومتریکي ځانګړتیاوې لري او په نړیوال معیار برابر دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG