د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

"جېش الاسلام او احرارالشام ډلې دې په تور لست کې شاملې شي"


روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړانديز کړی دی چې د سوريې دوی ياغي ډلې په تور لیست کې شاملې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي ويټالي چورکين وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، جېش الاسلام او احرارالشام ډلې له القاعده او اسلامي دولت سخت دريځو ډلو سره تړاو لري.

روسيه وايي، د سوريې ياغي ډلې جېش الاسلام او احرارالاشام له القاعده شبکې او اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره تړاو لري او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه يې غوښتي چې دا دوې ډلې په تور لیست کې شاملې کړي.

د ملګروملتونو چارواکي وايي، د روسيې دغه وړانديز چې د اپرېل په ۲۷مه د القاعده شبکې او اسلامي دولت پر سخت دريځو د بنديز کمېټې ته وړاندې شوی، د مې مياشتې په يوولسمه نېټه به په هغه صورت کې عملي شي چې د دغې کمېټې ټول پنځلس غړي يې ومني.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفیر ويټالي چورکين وايي:

"د دې اقدام دليل د دغو ډلو په اړه معلومات دي چې په سوريه کې جګړې ته لمن وهي او له تروريستي ډلو سره تر ټولو مخکې د اسلامي دولت ډلې له سخت دريځو سره او د القاعده شبکې سره تړاو لري."

په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن ماموریت د دغو ډلو په تور ليست کې د شاملولو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې دا کار به په سوريه کې د اوږد مهاله تاوتريخوالي د مخنیوي هڅو ته زيان ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت یوه ویاند ادګار وايکويز ويلي:

"جېش الاسلام او احرارالشام ته چې د تاوتريخوالي له مخنیوونکو څخه بلل کيږي، په جزا ورکولو سره به پر هغو هڅو بد اغېز وشي چې موږ يې د جګړې د پای ته رسولو او په سیمه کې د کړکېچ د ختمولو لپاره کوو."

د ملګرو ملتونو یوه ډیپلوماټ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د روسيې دا اقدام د سوريې د حکومت د مخالفينو د وېشلو او د سولې په خبرو کې د هغو د کمزوري کولو په مقصد شوی او دا هغه مذاکرات دي چې ملګري ملتونه يې ملاتړ کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويټالي چورکين بیا وايي چې دغو ډلو په سوریه کې د اوربند احترام نه دی کړی او د جنیوا د سولې په مذاکراتو کې يې همکاري نه ده کړې.

جېش الاسلام په سوريه کې له اصلي ياغي ډلو څخه یوه بلل کيږي چې اوس مهال د مذاکراتو د عالي کمېټې غړيتوب لري. دغه کمېټه تېرکال په ډسمبر مياشت کې په رياض کې د ياغي ډلو له ايتلاف وروسته جوړه شوه څو د مخالفانو له خوا مذاکرات وکړي.

احرارالشام ډله په سوريه کې د مخالفانو له ايتلاف سره نه ده يوځای شوې خو د روانې مياشتې په مذاکراتو کې يې برخه اخيستې وه.

د احرارالشام مشر له اسامه بن لادن سره یو ځای په جګړه کې برخه اخيستې خو دغه ډله له القاعده شبکې سره هر ډول عقيدوي يا تنظيمي تړاو ردوي.

XS
SM
MD
LG