د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بري د ۲۴مې کلیزې سره برابره ده


په افغانستان کې د ثور اتمه د مجاهدینو د بري د ۲۴مې کلیزې سره برابره ده او د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

ځینې افغانان وايي، کومې هیلې يې چې له دې ورځې لرلې، نه یوازې دا چې پوره نه شوې بلکې ترخې خاطرې ځنې پاتې شوې.

په افغانستان کې د ثور اتمه یا د مجاهدینو د بري ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې همدا اوس د حکومت پر یوشمېر پستونو د مجاهدینو ځینې مشران د ندې ترسره کوي او په نظام کې نوره ونډه هم غواړي، ځینې افغانان د مجاهدینو له بري ناخوښه دي.

دغه افغانان وايي، د مجاهدینو د بري له ورځې ترخې خاطرې لري.

دوی وايي، هیله یې لرله چې د کمونستي نظام له ماتې او د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو سره به سوکاله شي خو د دوی په خبره، داسې ونه شول او هیلې یې په اوبو لاهو شوې.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي صاحب ګل ازادي رادیو ته وویل:

"مجاهدینو چې قربانۍ ورکړي، دا ورځ صحیح ورځ ده خو چاچې زموږ له نامه نه ګټه اخیستې او ځمکې یې غصب کړې، مجاهدین یې وشرمول، کومو چې په رښتیا سره جهاد کړی او قربانۍ یې ورکړي دا ورځ د هغو ده، نه د هغو کسانو چې نن د مرمۍضد موټر اولوړې ودانۍ لري، د دغو له لاسه موږ تباه شوي یو."

د مجاهدینو حکومت په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته جوړشو.

صبغت الله مجددي د مجاهدینو لومړی جهادي مشر و چې د دوو میاشتو لپاره د افغانستان جمهور رئیس شو او ورپسې بل جهادي مشر برهان الدین رباني د ده ځاې ونیو.

د وخت د مجاهدینو یوه قوماندان شالیزي د یدار ازادي راډیو ته وویل چې د مجاهدینو بری د ۱۴ کلن جهاد لاسته راوړنه وه ځکه چې په دې موده کې یې شوروي پوځ ته ماتې ورکړه او هېواد يې ازاد کړ:

"د ثوراتمه په رښتیا سره د مجاهدینو د بري او ټول افغانستان ته د ویاړ ورځ ده،له دې سره سم د وارسا پکت مات او منځنۍ اسیا ازاده شوه، د مجاهدینو په افتخاراتو ټوله د نیا قانع وه، نړۍ دې ته منتظره وه چې په بهر کې د افغانانو قدر وشي او مرستې ور سره وشي."

بلخوا د مجاهدینو د حکومت عیني شاهدان وايي، د مجاهدینو حکومت با ثباته پاتې نه شو او د دوی بېلا بېلې ډلې په خپلو منځو کې په جګړو اخته شوې.

دا چې د مجاهدینو مشران څنګه یو د بل پرضد په جنګونو کې ښکېل شول، پخوانی مجاهد او اوسمهال د ولسي جرګې غړی،نقیب الله یې په اړه وايي:

"نړیوال کفار په دې پوه وو چې که دلته یو اسلامي حکومت جوړشي دا به نورو هېوادونو ته خپور شي، د همدې له امله یې د مجاهدینو تر منځ اختلاف واچاوه او په خپلو مینځو کې یې وجنګول، موږ خپل مشران هم له ګناه څخه مستثنې نه ګڼو ځکه دوی چې کله قدرت ته ورسېدل، یوتر بله یې یووالي ټینګ نه کړ او د قدرت لپاره یې په خپلو کې جنګونو پیل کړل."

مجاهدینو ۱۴ کاله د کمونستي رژیم پر ضد چې د و خت د شوروي حکومت ملاتړ ورسره و، وسله وال قیام جاري وساته او په دې موده کې یې ډېرې قربانۍ هم ورکړې.

د مدني ټولنې غړي وايي، د مجاهدینو په دوران کې د کورنیو جنګونو پرمهال ډېر افغانان ووژل شول، کورونه وران او په میلیونونو د هېواد پریښودلو ته اړشول.

د اصلاح او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د شبکې رئیس سنګر امیرزاده ازادي راډیو ته وویل، په جهاد کې یوازې دمجاهدینو تنظیمونو، نه بلکې ټولو افغانانو په کې برخه اخیستې خو د مجاهدینو مشرانو ونه شول کړای چې د جهاد د هدفونه په لور لاړ شي:

"جهاد د افغانستان خلکو پورې اړه لري، کله چې دوی کابل ته رسېږي هغه لږ وحدت چې په دوی کېموجود و، هغه هم له منځه ځي، په ځینو جنګونو کې مشران هم ملامت نه وو ځکه چې سم خبر، نه ور رسېده، خو دا د دې مانا نه لري چې دوی ملامت نه دي، دوی باید د افغانستان خلکو ته ځواب ورکړي، موږ په خپلو مینځو کې وجنګېدو، حکومت مو ناکام و او کابل مو پخپله وران کړ."

د مجاهدینو حکومت د تنظیمونو ترمنځ په کورنیو شخړو کې ښکېل شو او ډېر دوام یې ونه کړ.

د دوی حکومت د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په میاشتکې د طالبانو په لاس له ماتې سره مخ شو.

د افغانستان خلک له کمونستي نظام راوروسته حتي تر دې د مه،له ناامنیو ځورېږي او له حکومته غواړي چې د خلکو او هېواد د سوکالې لپاره دې هڅې تېزې کړي.

XS
SM
MD
LG