افغانستان
هرات کې ۴۱ کلن سړي پر ۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۴۱ کلن سړي پر یوې څلور کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي نن ازادي راډیو ته وویل تېری کوونکی قربان نومېږي چې د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی چې د لسمې ناحیې په باغ کې یې په دې معصومې نجلۍ تېری کړی.
ښاغلي احمدی وايي چې دامهال قربان د پولیسو له لوري نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې دغه معصومه نجلۍ د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې وروسته کور ته رخصت شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کونړ خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سر ټکوي
کونړ کې خلک د خوراکي موادو د نرخونو له لوړوالي او د یو شمېر هټیوالو له خپل سریو شکایت کوي.
د کونړ یو شمېر اوسیدونکي وايي، له کومې ورځې چې طالبانو کونړ او د هېواد پلازمېنه نیولی ورسره بازارونه تړل شوي او هغه دوکانونه چې فعالیت کوي نرخونه یې لوړ کړي.
دوی وایي، د نوي بدلون سره ډېری کسانو دندې له لاسه ورکړي، معاشونه نشته او له بلې خوا د نرخونه لوړېدو له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړي.
په ورته وخت کې د کونړ د رسنیو د دفتر مسوول مولوي نجیب الله وایي، دوی ټولو سوداګرو او هټیوالو ته ډاډ ورکړی چې خپل کاروبارونه بېرته پیل کړي.
د ښاغلي نجیب الله په خبره، د نرخونو کنټرول هڅې هم پیل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو له کومې ورځې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو واک ترلاسه کړی، له هغه وروسته بازارونه او له هغه وړاندې یو شمېر لويې لارې تړل شوې وي.
که څه هم چې لارې پرانېستل شوي، خو لا هم بازارونو کې ډېری دکانونه بند دي.
بایډن: تر هغو به امریکایي ځواکونه افغانستان کې وي څو امریکایان ووځي
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، ترهغو به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي چې له دې هېواده د ټولو امریکایانو ایستل بشپړ شوي نه وي.
بایډن وویل، ان که اړتیا وي، د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې، په دې هېواد کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.
ولسمشربایډن له امریکایي اې بي سي نیوز ټلوېزیون سره پرون چهارشنبه په یوه مرکه کې هغه انتقادونه چې وایي، له افغانستانه باید د خلکو او ځواکونو د ایستلو لپاره پر پلان ښه کار شوی وای، رد کړل.
دغه انتقادونه وروسته له هغې زیات شول چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره د تاوتریخوالي او ګډوډیو صحنې چې په زرګونو کسانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړې، خپرې شوې.
ولسمشر بایډن وویل، متحده ایالات به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې د اګسټ تر ۳۱مې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایانو او افغان همکارانو ایستل بشپړ شي.
بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که تر ټاکلي نېټې وروسته بیا هم یو شمېر امریکایان هلته پاتې شي، اداره به یې په ایستلو کې مرسته وکړي وویل، که امریکایي تبعه هلته پاتې وي، نو به موږ هم هلته حضور ولرو.
طالبانو خوست ښار کې تر دوهم امره پورې پر ګرځېدو بندیز ولګاوه
وروسته له هغې چې په خوست کې طالبان په سوله ییز ډول واک ته ورسېدل، لا هم طالبان په بشپړ ډول د ښار د وضعیت په کابو کولو نه دي بریالي شوي.
تازه طالب چارواکو په ښار کې د خلکو پر ګرځېدو کلک بندیز لګولی او له دوی یې غوښتي چې تر دوهم امر پورې له خپلو کورنو بهر نه شي.
هغه اعلامیه چې رسنیو ته د دې ولایت ځایي طالب چارواکو د ځانګړو نظامي قطعاتو د عملیاتو د پیل تر عنوان لاندې لېږلې، په کی راغلي چې دغه ځواکونه په بېړني ډول ښار ته داخل شوي، څو په ښار کې د ګډوډیو د رامنځته کېدو او د بشپړ امنیت د ټېنګښت په موخه جدي عملیات ترسره کړي.
دوی له خلکو غوښتي چې تر دوهم امر پورې له خپلو کورونو، دفترونو او استوګن ځایونو و نه وځي او روغتونونو ته د بېړنیو ناروغانو د لېږد پر مهال له امنیتي چارواکو سره تماس کې شي.
دا اعلامیه په داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوي نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک د خپلواکۍ د ۱۰۲ یمې کلیزې په ویاړ د خوشالۍ جشنونه ونمانځي.
اتریش له خپل متحدانو سره هوکړه کړې چې افغان کډوال سیمه کې پاتې شي
د اتریش د کورنیو چارو وزیر وایي، له جرمني او د اروپایي ټولنې له ډېرو متحدانو سره یې موافقه کړې ده چې د افغانستان اکثر کډوال په سیمه کې پاتې شي.
کارل نیمار پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خبریالانو ته وویل، په سیمه کې د افغان کډوالو پاتېدل دا ګټه کوي چې افغانستان به یوازې نه پاتېږي: "د اروپایي ټولنې لپاره یو شی څرګند دی، په دې برخه کې ښکاره موافقه شته چې د دوه زره پنځلسم کال د کډوالو کړکېچ باید په هېڅ توګه تکرار نه شي. د همدې لپاره موږ د اروپایي ټولنې له لوري یوې ګډې هڅې ته اړتیا لرو."
وروسته تر دې چې طالبان د اګست په پنځلسمه کابل ته داخل شول، د اروپایي ټولنې غړیو اندېښنه څرګنده کړه چې افغان کډوال د دې ټولنې د هېوادونو په لور ورمات نه شي.
بریتانیا: نړۍ دې ته ګوري چې طالبان به خپلې ژمنې عملي کړي؟
د بریتانیا صدراعظم وایي، نړۍ دې ته ګوري چې د طالبانو ژمنې به د دوی له عمل سره ورته وي که نه وي؟
بورېس جانسن دا خبره وروسته تردې کوي چې طالبانو ویلي دي دوی له خپلو مخالفانوغچ نه اخلي او د ښځو حقوق به د دوی په حکومت کې د دوې لسیزې مخکې په پرتله متفاوته وي.
بورېس جانس پرون د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې وه له رخصتۍ راغوښتل شوی و.
ده وویل، بریتانیا به د طالبانو چلند ته ګوري چې د ترهګرۍ په برخه کې، له مخدر موادو سره د مبارزې په برخه کې او د ښځو د زده کړو د حقونو په برخه کې څه کوي.
د بریتانیا صدراعظم دا هم وویل چې د اګسټ له ۱۵مې چې طالبان کابل ته داخل شول، بریتانیا خپل درې سوه شپږ کسان له افغانستانه ایستلي، همدا راز یې تر دوه زره ډېرافغانان له دې هېواده بهر کړي دي.
د کابل هوايي ډګر په اړه امریکا له طالبانو سره په خبرو ده
په کابل کې امریکایي پوځیان له طالبانو سره په خبرو دي چې د کابل د هوایي ډګر د داخلېدو چارې اسانې شي.
د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د هوایي ډګر په لور په لارو کې د طالبانو امنیتي پوستې او بندیزونه د دې باعث شوي دي چې یو شمېرکسان تر میدان پورې ځانونه راونه رسوي.
جان کربي په واشنګټن کې پرون خبریالانو ته وویل: "د طالبانو له قوماندانانو سره د میدان د نظم په خاطر په منظم ډول په ارتباط کې یوو څو له موږ سره مرسته وکړي."
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبانو له دې سره موافقه کړې ده چې د هغو ملکي افغانانو مخه به نه نیسي چې د طالبانو تر راتګ وروسته له افغانستانه وځي.
اروپایي ټولنه دې د هغو افغانانو غم وخوري چې تر ګواښ لاندې دي
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره وایي چې دا ټولنه باید د طالبانو تر بریالیتوب را وروسته د هغو افغانانو غم وخوري چې تر سمدستي ګواښ لاندې دي.
ایلوا جانسن پرون په بروکسل کې د اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډې وروسته انلاین خبري غونډې ته وویل: "موږ باید د غیرقانوني لارو مخه ونیسو، د خطرناکو لارو چې د قاچاق وړونکو لارې دي. د دې پر ځای موږ باید خلکو ته د قانوني لارو غم وکړو چې هغه خلک چې په نړیواله کچه یې حمایت ضروري دی د اروپایي ټولنې هېوادونو ته راشي."
مېرمن جانسن زیاته کړه چې اروپایي ټولنه به له پاکستان، ایران او تاجکستان سره همکاري وکړي چې افغان کډوال ومني.
په پرونۍ غونډه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازیو څرګنده کړه چې دوی نه غواړي د دوه زره پنځلسم کال د کډوالو ناورین تکرار شي.
ناټو سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي، دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ مې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.
د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولټنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.
ترکیه: د کابل له هوایي ډګره ۴۸ ساعتونو کې ۶۲ الوتنې شوي
د ترکیې دفاع وزیر پرون وویل چې د کابل له هوایي ډګره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې تر دوه شپېته ډېرې الوتنې شوي دي.
خلوصي اکار د ترکیې انادولو خبرې اژانس ته وویل چې په دې الوتنو کې ډپلوماتان او یو شمېرافغانان ایستل شوي دي.
د خلوصي اکار په وینا په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر نظم ترکي ځواکونه د ناټو د یو شمېر هېوادو له ځواکونو سره تنظیموي.
له طالبانو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو غوښتنې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له طالبانو غوښتي چې د پانګوالو د پانګو، شتمنيو او تاسيساتو ساتنه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکز او ولاياتو کې خپل ټول دفترونه بېرته پرانېستې دي.
دغه خونه وایي، د هېواد سوداګر او پانګوال کولی شي چې د پخوا په څېر د نوموړو دفترونو له خدماتو څخه ګټه واخلي.
یادې خونې د سوداګرو او پانګوالو څخه هم غوښتي چې خپلو سوداګريزو او پانګه یيزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
جلال اباد کې یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو پر مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې لږ تر لږه یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو په مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی دی.
د ختیځ خپرندویې ټولنې یوه مسوول عبدالرازق همدرد وویل، نن سلګونو کسانو غوښتل چې د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د هېواد ملي بیرغ وځړوي، خو د طالبانو له لوري پرې هوايي ډزې وشوې.
د ښاغلي همدرد په وینا په ډزو کې د سهار خپرندویې ټولنې مسوول زاهدالله لګېدلی او وژل شوی دی.
ځینې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې سلګونو کسانو چې ملي بیروغونه یې په لاسونو کې وو، په پښتونستان واټ او نورو مهمو ځایونو کې بیرغونه نصب کړل.
د ننګرهار د خبریالانو د خوندیتوب ادارې ویلي چې وسله والو طالبانو ګڼ شمېر عام خلک او همدا راز د پژواک او اریانا نیوز خبري اژانسونو کمره مینان په قونداغونو وهلي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه چې ولې یې پر سوله ییزو لاریونوالو ډزې کړي څه نه دي ویلي.
مسوولین: د کابل شهزاده سرای به تر نامعلومې مودې تړلی وي
د کابل ښار د شهزاده سراى صرافان او د ياد سراى مسوولین وايي، د اسعارو دغه مارکیټ به تر نامعلومې مودې تړلی وي.
د سرای شهزاده مرستیال حاجي داد ګل نن ازادي راډیو ته وویل،د مارکیټ د بندېدو له امله صرافانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.
نوموړي وویل چې بانکونه به هم تر شنبې ورځې پورې تړلې وي.
ښاغلی دادګل وایي،که څه هم طالبانو د امنیت د ټېنګښت ډاډ ورکړی، خو لا هم صرافان د ځنیو امنیتي ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې د اسعارو دغه مارکیټ پرانېزي.
شهزاد سرای د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې طالبانو کابل هم ونیو.
امریکا: طالبان ملکيان پریږدي چې د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، طالبانو متحدو ایالاتونو ته ویلي چې ملکي وګړي به پرېږدي چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ شي.
سلیوان پرون سې شنبه وویل، له افغانستانه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر به ښايي د روان اګسټ تر پایه دوام وکړي.
ده چې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د امریکا پوځ د کابل هوايي ډګر ته د ملکي وګړو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه د اګسټ ۳۱ مه ټاکل شوې، خو د دقیقې نېټې د ټاکلو پرسر خبرې روانې دي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو ځینې کسان چې غوښتل یې هوايي ډګر ته لاړ شي، وهلي او مخه یې نیولې ده.
فنلنډ افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي
د فنلنډ حکومت پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا، تر هغو چې د افغانستان حالات څرګندېږي خپله پرمختیايي همکاري ځنډوي.
بایډن او جانسن به د 'جي ۷' غونډه کې پر افغانستان وغږیږي
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن ویلي دوی موافقه کړې چې راتلونکې اوونۍ د جي اووه په مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه پر ګډې ستراتیژۍ خبرې وکړي.
د بایډن له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه ټینګار چې د مخکیني جمهوري پال ولسمشر په مهال شوې وه، په امریکا کې دننه او له دې هېواده دباندې د امریکا د متحدانو پراخې نیوکې يارولې دي.
بایډن ویلي چې باید د دوو انتخابونو په منځ کې یې یو غوره کړی وای، یا دا چې بې پایه جګړې ته یې دوام ورکړی وای او یا یې د ټرمپ لاره تعقیب کړې وه چې باید ځواکونه وباسي.