په افغانستان کې د بریټانیې سفیر وايي، د امنیت او سولې راتلل ډېر وخت ته اړتیا لري او په کار ده چې د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې له خبرو کار واخیستل شي.
ډومینیک جرمي له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هېواد به یې د لوی تمویلونکې په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې کېږي څو دغه هېواد وکولای شي په بیلابیلو برخو کې سوکالۍ ته ورسیږي.
ښاغلي جرمي دا هم وویل چې د ملي وحدت حکومت د ژمنو په عملي کېدو پوره نه دی بریالی شوی خو پرمختګ ډېر وخت ته اړتیا لری.
له ښاغلي جرمي سره زموږ همکار صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده.