د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

مینه پال: پاکستان د سیمې او نړۍ په کچه د انزوا په حال کې دی


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حکومت غواړي د قوي پالیسۍ څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په کچه پاکستان منزوي کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان لاهم له هغو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

په کابل کې له خونړۍ حملې وروسته افغان حکومت هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ په کچه په سیاسي لحاظ پاکستان منزوي کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان عملاً د سیمې او نړۍ په کچه د انزوا په حال کې دی.

ښاغلی مینه پال وايي، پاکستان له هغو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ماین چاودنې او حملې کوي نو ځکه حکومت غواړي د پاکستان په مقابل کې پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي.

هغه زیاته کړه:

" تاسو ګورئ چې عملاً پاکستان اوس په نړۍ کې د انزوا په حالت کې دی او موږ غواړو د قوي ډیپلوماسۍ له مخې د سیمې او نړۍ په سطحه پاکستان منزوي کړو او دنیا ته دا ووایو چې تروریستان چیرته دي او کوم هېواد او استخبارات یې ترشاه ولاړ دي."

ښاغلی مینه پال وايي، که څه هم افغان حکومت تل له پاکستان څخه غوښتي چې د تروریزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړي خو هغوي برعکس له دغو تروریستي ډلو ملاتړ کړی او هغوی ته یې د اوسېدو ځای او امکانات برابر کړي دي.

د ولسمشر ویاند همدا راز وویل چې دوی د یویې سیمه ییزې اجماع په رامنځته کېدو کار کوي او افغانستان به له دغې اجماع وغواړي چې پر پاکستان فشار راوړي څو په خپلې خاوره کې د ترهګرو ځالې لمنځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اندېښه ښوولې چې پاکستان د حقاني شبکې په څېر په خپلې خاوره کې د سخت دریزو ډلو د موجودیت په اړه له زغمه کار اخلي.

خو پوښتنه داده چې ایا افغان حکومت ددې وړتیا لري چې له قوي دیپلوماسۍ څخه په استفادې پاکستان منزوي کړي؟ او ایا د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت د پالیسۍ تغیر به پاکستان اړ کړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي؟

سیاسي کارپوه حاجي سید داوود وايي، که امریکا او چین د افغانستان له دغه اقدامه ملاتړ وکړي پر پاکستان به فشار زیات شي.

سیاسي کارپوه حاجي سید داوود
سیاسي کارپوه حاجي سید داوود

هغه زیاته کړه:

"که چېرته د افغانستان دولت د ټولو نه دمخه خپله د سولې او جنګ لپاره واحده ستراییژي ولري او یوه واحد غږ د ملي وحدت په حکومت کې دوی ولري طبعي خبره چې امریکا او چین هم د دوي پلوی کوي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان حکومت اعلان کړی له دې وروسته به له طالبانو سره د جګړې له لارې مخته ځي او هڅه به وکړي چې دغه ډلې له صحنې لرې کړي.

خو سیاسي کارپوه حاجي سید داوود وايي چې د افغانستان حکومت باید د سولې او جنګ لپاره واحده ستراتیژي ولري که نه له هغې پرته د پاکستان او د مخالفو وسله والو ډلو پروړاندې دا ډول عکس العمل ښودل کوم درد نه شي دوا کولای.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG