د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

پر بې پيلوټه الوتکو اتکا تر بل هر وخت زياته شوې


د تېر کال په اوږدو کې په افغانستان کې تر نورو الوتکو زيات اهداف بې پیلوټه الوتکو په نخښه کړي.

د امریکا د هوايي ځواک ارقام ښايي د دغه هېواد د پوځ ستراتيژي په داسې حال کې څرګنده کړي چې غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په ورته وخت کې غواړي د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي چې له طالبانو سره په جګړه کې لاس او ګرېوان دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر کم شوی او پر بې پيلوټه الوتکو اتکا تر بل هر وخت زياته شوې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۳میلادي کال کې ويلي وو چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د القاعده پر وړاندې پرمختګ به د بې پيلوټه الوتکو کارولو ته اړتيا کمه کړي.

دا خبرې په داسې حال کې وې چې د بشري حقونو د څار ادارو او يو شمېر بهرنيو حکومتونو د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د رويټرز خبري اژانس د راپورله مخې، په افغانستان کې د تېر کال په اوږدو کې د بې پيلوټه الوتکو له خوا د غورځول شوېو بمونو او توغنديو شمېر کم شوی وو او دا ځکه چې امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ماموريت د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې د نظامي عمليات بند کړي وو.

که څه هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر کم شوی، پر بې پيلوټه الوتکو اتکا تر بل هر وخت زياته شوې ده.

د رويټرز خبري اژانس راپور وايي چې د امريکا د هوايي ځواک د شمېرو له مخې، د سږکال په لومړېو څلورو مياشتو کې د بې پيلوټه الوتکو حملې د کارول شویو وسلو ۶۱فيصده برخه جوړوي.

د عادي الوتکو د استعمال په ترڅ کې د بې پيلوټه الوتکو استعمال ته دومره پام نه دی اووښتی.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۵میلادي کال کې د افغان هوايي ځواک له خوا د بې پیلوټه الوتکو په واسطه ۵۶ فيصده وسلې کارول شوي چې د ۲۰۱۱میلادي کال په پرتله ۵ فيصده زياتوالی ښيي.

بې پيلوټه الوتکې ښايي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د نوي قومندان جنرال جان نيکولسن پر پلان دومره اغېز ونه لري.

ټاکل شوې ده نيکولسن په جون مياشت کې واشنګټن ته خپل راپور وړاندې کړي چې په افغانستان کې بايد څومره امریکايي سرتيري پاته شي.

نيکولسن په جون مياشت کې واشنګټن ته خپل راپور وړاندې کړي چې په افغانستان کې بايد څومره امریکايي سرتيري پاته شي.
نيکولسن په جون مياشت کې واشنګټن ته خپل راپور وړاندې کړي چې په افغانستان کې بايد څومره امریکايي سرتيري پاته شي.

نيکولسن دغه پلان ته د بيا کتنې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د اوسني پلان له مخې، تر ۲۰۱۷میلادي کال پورې په افغانستان کې بايد د امریکايي ځواکونو شمېر نيم شي چې پنځه زره او پنځه سوه به وي او ډېری به يې د تروريزم پر ضد په عملياتو کې برخه اخلي.

د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموريت به تر ډېره پای ته ورسيږي.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې بې پيلوټه الوتکو په افغانستان کې شاوخوا ۵۳۰ بمونه او توغندي ويشتلي او د دغه شمېر نيم يې په ۲۰۱۴میلادي کال کې ويشتلي وو کله چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا د اچول شوي بمونو شمېر تر بل هر وخت زيات شو.

خو د ۲۰۱۵میلادي کال ټول شمېر د ۲۰۰۹میلادي کال د بمونو او توغنديو چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا ويشتل شوي، دوه ځله دی. د يادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې د ناټو ځواکونو ماموریت تر سل زره سرتيرو پورې پراخ شو چې ډېری يې امریکايي ځواکونه وو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو وسله واله ډله د امریکا له خوا تروريستي ډله نه ده بلل شوې، ځکه د وسله والو بې پيلوټه الوتکو حملې ډېری نورې سخت دريځې ډلې لکه القاعده، په نخښه کوي.

خو طالبانو هم سيمې کنټرول کړي او په شديدو حالاتو کې امريکايي حملې هغوی هم په نخښه کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن اوس مهال د امريکايي ځواکونو له خوا پر طالبانو د هوايي بريدونو په اړه د اجازې پر پلان هم غور کوي.

XS
SM
MD
LG