د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

بایډن: هغه سیاست چې اسرائیل یې مخته وړي درست نه دی


د امریکا مرستیال ولسمشر وایي، هغه سیاست چې د اسراییل حکومت مخ ته نیولی، درست سیاست نه دی او د دوو خپلواکو د اسراییل او فلسطیني دولتونو د جوړولو هدف ته د رسېدو هڅې زیانمنوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ومنله چې د اسراییل حکومت ډېرنا امیده کړی او وایي، د صدراعظم بنیامین نتانیاهو ادارې اسراییل په غلطه لارروان کړی دی.

د جیو بایدن څرګندونې چې پرون یې په واشنګټن کې د جې سټریټ په نوم د اسراییل او فلسطینیانو د لانجې د سوله ییز هواري د ملاتړ ډلې ته وکړي، په منځني ختیځ کې د امریکا پردغه نږدې متحد یو غیر معمول سخت انتقاد دی.

د اسوشیېټد پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا مرستیال ولسمشر په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې یو تیاره تصویر ورکړ چې هغه د دې ښکارندوی دی چې د اوباما د ادارې په پاتې موده کې په دې اړه د یوه پرمختګ زیاته هیله نشي کېدای.

بایدن که څه هم یادونه وکړه چی اسراییل او فلسطینیان دواړو اعتماد ته زیان رسولی او خپل مسؤلیتونه یې نه دي پرځای کړي خو د هغه ښکاره انتقاد د نتانیاهو حکومت ته متوجه و.

د اژانس په وینا د بایډن دا ویناوې د اسراییل په اړه هغه اساسي پوښتنې بیا راپورته کوي چې څنګه کېدای شي هغه هم یهودي او هم ډموکراټیک دولت وي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل، دی ټینګ باور لري چې په تېرو څو کلونو کې د اسراییل د حکومت هغو اقداماتو چې په دوامداره او منظمه توګه یې د میشت ځایونو پراخولو، د پوستو قانوني کولو، د ځمکو لاندې کولو ته دوام ورکړي، موږ او له ټولو مهم په خپله اسراییل په یوه غلط مسیر روان کړی دی.

بایډن وویل، دغه سیاستونه اسراییل د یوه دولت، د یوه واحد دولت د رامنځ ته کولو پر لوري مخ ته وړي، داسي دولت چې اسراییلیان اوفلسطینیان دواړه په کې شامل وي چې په دې صورت کې به د اسراییل یهودان اکثریت نه وي. بایډن زیاته کړه دغه وضعیت ډېر خطرناک دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر چې په تېره مارچ میاشت کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د فلسطیني اداري له مشر محمود عباس سره کتلې وویل، کله چې دی له دغه سفر وروسته بیرته واشنګټن ته ستون شو ډېر ناهیلی شوی وچې په نږدې راتلونکې کې دې د سولې په برخه کې کوم پرمختګ وشي.

خو له دې سره سره بایډن وویل، دا د امریکا مسؤلیت دی چی د اسراییل د امنیت ضمانت وکړی او هم پر هغوی د دوو خپلواکه دولتونو د رامنځ ته کولو هدف ته په رسېدو کې له خپله وسله سختو فشارونو ته دوام ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشرزیاته کړه، په اوس وخت کې د اسراییل او هم د فلسطینیانوله خوا سیاسي اراده نه ویني چې دوی دې د جدي خبرواترو بهیر مخ ته یوسي.

XS
SM
MD
LG