د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

"تر دې وروسته به ټولې ودانۍ معیاري او لوړ کیفیت سره جوړېږي"


د افغانستان د ښارجوړونې وزارت وایي چې تر دې وروسته به ټولې ودانۍ په معیاري ډول او لوړ کیفیت جوړېږي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصو نادري دغه څرګندونې د ساختمانی شرکتونو له ټولنې سره د یوه تفاهم لیک د لاسلیکولو پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې له دې وروسته به ټول ساختماني شرکتونه د ودانیو په جوړولو کی د لوړ کیفیت لرونکو وطني موادو څخه کار اخلي او په نړیوالو معیارونو به ودانۍ جوړوي.

د ښارجونې وزیر د همدې موضوع په اړه د سې شنبې په ورځ د ساختماني شرکتونو له ټولنې سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري د دغه تفاهم لیک د لاسلیکولو پر وخت وویل چې ټول ساختماني شرکتونه یې د وړتیا پر اساس درجه بندي کړی:

هغه زیاته کړه:

"موږ له ساختماني شرکتونو څخه ملاتړ کوو چې د خصوصي سکټور او د ښار جوړونې وزارت په ساختماني چارو کې اساسي ونډه لري او دا توپیر هم باید وشي هغه شرکتونه چې ښه کیفیت او د مدیریت توان لري هغه وپیژنو او کار اهل کار ته وسپارو."

ښاغلي نادري زیاته کړه چې د دې تفاهم لیک په لاسلیکولو سره ټول ساختماني شرکتونه کولای شي چې په معیاری ډول د ودانیو په جوړولو سره د کابل ښار په پراخولو کې ونډه واخلي.

مخکی تر دې د ساختماني چارو کتونکو په کابل او ولایتونو کې پر موجوده ودانیو د کیفیت له امله انتقادونه کول او دا هغه وخت ښه معلوم شول چې د تېر کال په زورورې زلزلې کې اکثرو لوړپوړو ودانیو درزونه وکړل.

له بلې خوا د ساختماني شرکتونو د ټولنې رئیس نعیم یاسین وایي چې دغه ټولنه د ښار جوړونې وزارت ښه همکاره پاتې شوې او په نړیوالو اصول برابرې ساختماني پروژې عملي کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه تفاهملیک موږ يوه اقدام بولو او موږ د ښار جوړونې وزارت او وزیر ته ډاډ ورکوو چې زموږ د شرکت غړي ښه همکاران دي چې د ښارجوړونې وزارت ساختماني پروژې د ستندرد له مخې مخ ته وړو."

له دې وړاندې حکومت داسې یو پلان جوړ کړی و چې بې کیفیته او غیر قانوني لوړ پوړې ودانۍ ونړوي، خو کله چې د کابل په منډوي کې دغه پروګرام پيل شو، د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شو او په ټپه ودرېد.

د ساختماني شرکتونو ټولنه په ساختماني چارو کې د ټیټ کیفیت لرونکو موادو کارول، د ساختماني پروژو نه څارنه او په دې برخه کې د حکومت بې پروایي، له لویو ستونزو یادوي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG