د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

له بې پیلوټه الوتکو نه د استخباراتي اهدافو لپاره استفاده کېږي


د افغانستان ملي اردو د امریکايي سلاکارانو په مرسته پرون په هلمند ولایت کې له یوې پوځې اډې د څارنې د لومړنیو بې پیلوټه الوتکو الوتنې پیل کړې.

دا د افغانستان د ملي اردو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د هوايي ځواک له پلوه په خپل ځان ډاډه شي .

په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د هوايي ځواک له پلوه خپلواک شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، افغان ځواکونه لا هم د څارنې، استخباراتي معلوماتو راټولولو، او وخت ناوخت هوايي بریدونو په برخه کې تر ډېره د ناټو پر هوايي ځواک تکیه دي.

د سکین ایګل په نوم لومړنۍ بې پیلوټه الوتکې په هلمند کې ځای پر ځای شوي چې په وروستیو میاشتو کې د درنو جګړو شاهد ولایت دی.

همدارنګه به په مزارشریف کې د روزنې په یوې اډې کې هم کارول کیږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، ټاکل شوې چې افغان پوځ به له واشینګټن څخه د سکین ایګل بې پیلوټه الوتکو اته سیستمونه تر لاسه کړي چې هر یو به یې شپږ بې پیلوټه الوتکې لري.

امریکايي سلاکار جګړن جاسون وایټ په یو بیان کې ویلي، تر دې مخکې افغان ځواکونو پر بشري او هغو استخباراتو ډېره تکیه درلوده چې له زیګنالونو تر لاسه کېږي.

د نوموړې په وینا د سکین ایګل بې پیلوټه الوتکو د سیستمونو په کارولو سره به د افغان ځواکونو د استخباراتو د راټولولو او کشف په وړتیاوو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

خو پر دې سربېره ویل کېږي چې د بې پیلوټه الوتکو ددې شبکې کارول به تر څو کلونو پورې بهرنیو کارونکو ته اړتیا ولري.

د رویټرز خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې افغان پوځي قوماندانان به د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو څارنه کوي، عملیاتي برخه به یې لږ تر لږه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې پر بهرنیو قراردادیانو چلیږي.

دا مهال افغان پوځیان په همدې برخو کې د زده کړو لپاره د امریکا په متحدو ایالتونو او د دننه په افغانستان کې تر روزنې لاندې دي.

سکین ایګل د څارنې بې وسلې او بې پیلوټه الوتکې دي چې هره یوه د سل زرو امریکايي ډالرو په بیه تمامیږي.

ویل کیږي چې دا الوتکې د څار او کشفي معلوماتو د راټولولو لپاره په نویو او پرمختللو وسایلو سنبالي دي.

دا الوتکې چې د هوايي ډګر پرته الوتنې کولی او بېرته کېناستلی شي تر څلور زره شپږ سوه میترو پورې لوړې الوتنې کوي او تر څلور ویشت ساعتونو په هوا کې د پاتې کېدو وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG