د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

"په شفق عملیاتو سره به د عمري عملیاتو مخه ونیول شي"


د ۲۰۹ شاهین قول اردوی چارواکي په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د طالب وسله والو د فعالیت د زیاتېدو په اړه خبر ورکوی او وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د شفق پسرلني عملیاتو په لړ کې به د د طالب وسله والو د عمري عملیاتو د فعالیت مخه ونیول شي او حملې په یې شنډې شي.

دغه چارواکي ويي، د طالبانو لخوا د عمري عملیاتو په پیلېدو سره په شمال او شمال ختیځ زون کې د یادې ډلې تروریستي او ورانکاري فعالیتونه زیات شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال جنرال رجب علي راشد وايي چې نسبت په هر وخت ته په دې وروستیو کې په شمال زون کې نا امني مخ په زیاتېدو ده او د عمري عملیاتو په چوکاټ کې په کندوز، فاریاب او بغلان کې د طالب سله والو فعالیت زیات شوی دی.

د یادې قول اردو مرستیال وايي، په هغه سیمو کې چې طالبان د خپل قوت د زیاتېدو هڅه کوي او په تروریستي فعالیتونو لاس پورې کوي، په یادو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د شفق پسرلني عملیاتو په لړ کې به د طالبانو د عمري عملیاتو د ترسره کېدو مخه نیول وشي.

جنرال راشد وايي:

"د طالبانو عملیات د عمري عملیاتو په نامه څو ورځې د مخه پیل شول، دوی خپلو حملو ته شدت بخښلی دی، او په کندوز، بغلان او نورو سیمو کې د هغوی فعالیتونه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دي، او ورته دارنه تلفات اوښتي دي."

جنرال رجب وايي چې د شمال او شمال ختیځ زون په ۹ ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې ۵ پوځي عملیات پلان شوي او د طالب وسله والو په وړاندې پر مخ بیول کیږي چې د امنیتي ځواکونو وروستۍ هڅه به په نا امنه سیمو کې د امنیت تامینول وي.

جنرال راشد زیاتوي چې د دولت ضد وسله والو د لمنځه وړلو په برخه کې خلک هم د افغان امنیتي ځواکونو سره باید مرسته ترسره کړي او دوی سره په خپلو سیمو کې د موجوده طالبانو په اړه لازم معلومات شریک کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مرستیال په اند چې د طالب وسله والو عمري عملیات به په هېڅ ډول د پام وړ پایله ونه لري او د افغان امنیتي پوځیانو د مقاومت او جدي عملکرد په لړ کې به یې مخنیوی وشي او د طالبانو هڅې به له ناکامۍ سره مخې کړي.

نوموړی په شمال زون کې د امنیت د تامینولو په اړه اطمینان ورکوي.

جنرال رجب علي راشد یې په اړه زیاتوي:

"په دې وروستیو کې د دښمن عملیات زیات شوي دي، خو موږ هم په مختلفو سیمو کې ۵ مختلف عملیات پلان کړي دي، موږ هڅه کوو ترڅ سیمې بېرته امنې کړو او آرامه فضا حاکمه شي، دښمن بې په شا وتمبول شي."

دا په داسې حال کې ده چې تردې د مخه طالب وسله والو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د عمري عملیاتو په چوکاټ کې د خپل جنګي فصل د پلېدو څخه خبرو وکړ او ویلي وو چې د یادو عملیاتو په لړ کې به د هېواد په مختلو سیمو کې مرګونې حملې ترسره کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG