د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

حکومت باید له کړې ژمنې سره سم انتخابات ترسره کړي


د مدني ټولنې یو شمېر غړي او سیاسي ګوندونه له افغان حکومت څخه غواړي چې په خپل وخت دانتخاباتو د تر سره کولو لپاره د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه پیل کړي.

د مدني ټولنو ګډو کاري ډلو او سیاسي ګوندونو د یکشنبې په ورځ په کابل کې له حکومته وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د میزان په میاشت کې ترسره کړي.

یو شمېر سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو غړو یوځل بیا ټينګار وکړ چې له انتخاباتي اصلاحاتو پرته د انتخاباتو ترسره کېدل ناممکن دي.

د مدني ټولنو ګډو کاري ډلو او سیاسي ګوندونو د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې پرمهال وویل که چېري انتخاباتي اصلاحات پیل نشي دا څرګندوي چې حکومت په دې برخه کې جدی عمل نه کوي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ"ټیفا" رئیس او د دې ډلې یوه غړي محمد نعیم ایوب زاده وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو په هدف به حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

هغه زیاته کړه:

"که چېري واقعاً حکومت صادق دی، خلک نه تېر باسي او د انتخاباتي اصلاح څخه د یوې سیاسي وسیلې په ډول ګټه نه اخلي بیا له نن ورځې څخه باید پیل وکړي، خوشبخاته سیاسي احزاب او د مدني ټولنې ګډه کاري ډله پر یوې غوره طرحې کار کړی، کولی شي حکومت ته یوه ښه تګلاره وي هغوی دې هیڅ زحمت هم ونه باسي یوازې له دې طرحې څخه ګټه واخلي او انتخاباتو ته لاړ شي او له هغې پرته دا خبرې د حکومت اراده څرګندوي چې د انتخاباتو په برخه کې جدي نه دي."

دوی همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل ترڅو د انتخاباتي اصلاح تقنیني فرمان قانوني مراحل په جدي ډول وڅاري او د غوراوي کمېټې برخلیک روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي کمېسینونو د صلاحیتونو، دندو او د انتخاباتو په قانون کې د تعدیلاتو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان تراوسه بې برخه لیکه دی.

خو په دې وروستیو کې افغان چارواکو ویلي چې حکومت انتخاباتي اصلاح ته ژمن دی او دا فرمان له عدلې وزارت څخه پارلماني چارو وزیر ته استول شوی دی.

د افغانستان حکومت تردې وړاندې اعلان کړی چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۵ کال د میزان په ۲۴ نېټه ترسره کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د حق او عدالت ګوند ټينګار کوي چې باید د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو مهالوېش ډېر ژر جوړ شي.

د دې ګونډ استازي عباس نویان چې په دې غونډه کې ګډون کړی و وویل چې د غوراوي کمېټې له لورې باید بې طرفه او صادق کسان په نویو انتخاباتي کمېسیونونو کې وګمارل شي.

عباس نویان
عباس نویان

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ټينګار کوو چې د انتخاباتو د نوې کمېسیون له لورې باید ډېر ژر د انتخاباتو مهالوېش جوړ شي او انتخابات د اوړي او مني ترمنځ ترسره شي، باید یو شفاف میکانیزم رامنځ ته شي ترڅو ښه، وطن دوست او هغه کسان چې ډيمکراسۍ ته ژمن دي وټاکل شي."

دوی همدارنګه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو او په انتخاباتو کې د لګښتونو د کمولو په هدف یوه طرحه یې هم حکومت ته وړاندې کړه ترڅو د نوم لیکنې او رایې ورکونې په پروسه کې له الکترونیکي ماشینونو څخه کار واخیستل شي.

دغه ډله د انتخاباتي اصلاح روان وضیعت د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د وخت ضایع کول د نه منلو وړ بولي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG