د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د کرنې وزارت د هېواد د ټولو ځمکو معلوماتي نقشه ترتیب کړې


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د "ایف. ای. او" یا د خوراک د نړیوال سازمان په مرسته، د هېواد ټولې ځمکې سروې کړي او یوه معلوماتي نقشه یې ځنې ترتیب کړې ده.

د دې وزارت چارواکو وویل، دا سروې به مرسته وکړي چې کرنیزې پروژې او پلانونه په ښه توګه پلې کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې یې د کرنې معیاري کول ته هڅې تېزې کړي دي.

دې وزارت په دې مقصد د "د ایف. اې. او" یا د خوراک د نړیوال سازمان په مرسته د هېواد د ټولو کرنیزو او غیر کرنیزو ځمکو یوه سروې چې په یوې نقشه کې ترتیب شوې، د یکشنبې په ورځ یوې مسلکي ناستې ته تشریح کړه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال میرامان الدین حیدري وویل، په دې سروې کې د هېواد ټولې ځمکې مشخصي شوي او د دوی د پلانونو له پلې کولو سره به مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا سروې موږ ته فرصت راکوي چې ځمکې له مختلفو اړخونو څخه وپېژنو او له مختلفومنابعوڅخه کار واخلو چې کرنیز سیسټم مو معیاري شي، دا سروې به زموږ د پلانونو، پروګرامونو اوستراتیژیو له جوړولو او پلې کولو سره مرستې وکړي او د اقتصادي، ټولنیزې او په ځانګړې توګه د کرنیزې ودې لپاره به زموږ عمل تېز اوخود کفايئ ته به مو نږدې کړي."

د افغانستان د ځمکو دغه سروې د ځانګړې الوتکې له لارې د ایف.اې. او یا د خوراک د نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي مرستې ترتیب شوې چې تر اوبو لاندې ځمکې، یو فصله او دوه فصله، د غرونو او د ښتو للمې، د مختلفو میوو باغونه، څړځایونه، ځنګلونه او دا سې نورې په کې شاملې دي.

د دې وزارت د کرنیزې احصایې د ریاست د معلوماتو له مخې، په دې سروې کې د هېواد ټولې کرنیزې ځمکې په ۲۵ برخو ویشل دي.

د دې وزارت چارواکو دا هم وویل چې اوسمهال په هېواد کې ۳،۵ میلیونه هکتاره ځمکه تراوبو لاندې ده چې شاوخوا ۲،۴ میلیونه هکتاره یې کرل کېږي.

همدارنګه پر ۸۰۰۰۰ هکتاره ځمکه انګور او پر یو لک هکتاره مختلفې میوې کرل کېږي.

د خوراک د نړیوال سازمان استازي تولوشي چیلي وویل، دا سروې د افغانستان کورنیو او همدارنګه بهرنیو مرستندویو موسسو ته ان لاین شوې څو دغه ارګانونه وکړای شي، له مخې یې د مرستو او پراختیايي پروګرامونه ترتیب کړي.

کارپوهان وايي، د دې سروې په اساس به د جوړېدونکو پلانونو پلې کول، په هېواد کې کرنیز محصولات زیات کړي.

د دې کارپوهانو له جملې عبدالله ازادي راډیو ته وویل:

"دا ښه اقدام دی او باید مخکې شوی وای، دا به د راتلونکې زراعتي پراختیا لپاره ښه مسیر وټاکي چې اوس څه لرو او په راتلونکې کې څه وکړو او څوک چې نوې مرستې کوي هغوی ته به لاره روښانه وي."

د کرنې وزارت وايي، هڅې کوي چې په راتلونکې کې په دې برخه کې نوې نوې سروې هم ترسره کړي څو د دولت اړوند ارګانونه د اوبو رسولو، بندونو جوړولواو داسې نورو برخو کې اقدامات وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس له دې وړاندې په خپلو وینا ګانو تاکید کړی چې د کرنې سکټور د هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو اسانه لاره ده او د دې سکټور پراختیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

خلک او بزګر وايي، دوی اوس هم په ډېرو سیمو کې د اوبو او د اوبو بندونو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

دوی هیله کوي چې حکومت دې، د دې پلانونو په پلې کې بېړه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG