د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۲

یوناما: د ۲۰۱۶ کال لومړیو ۳میاشتو کې ۶۰۰ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان ۶ سوه ملکیان وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د یونامان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې دوه فیصده زیاتوالی ښيي.

وړاندې په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې چې د ملکیانو د دغه شمېر مرګ ژوبلې ۶۰ فیصده عوامل د دولت وسله وال مخالفین او ۱۹ فیصده حکومت پلوه امنیتي ځواکونه ښودل شوي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای هایسم د جګړو له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

یوناما په داسې حال کې په جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ارقام لوړښيي چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پيل سره په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

یوناما د ۲۰۱۵ میلادي کال په راپور کې ویلي وو چې په یاد کال کې ۱۱ زره ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG