د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۸

"ښايي په خوست کې د CIA پر ا‌ډې د حملې لپاره ISIپيسې ورکړي وي"

فارن پالیسي خپرونه لیکي: ښايي په ۲۰۰۹میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي.اي.اې پر یوه ا‌ډه خونړۍ حملې ته د پاکستان استخباراتو پيسې ورکړې وې.

د فارن پالیسي په لیکنه، په هغو انلاین معلوماتو یا کیبلونو کې چې تر حملې دوې اوونۍ وروسته تبادله شوي، د حقاني شبکې د ناڅرګندو غړو او د پاکستان د استخباراتو د ادارې د یو شمېر افسرانو ترمنځ د ملاقات خبره شوې ده.

دا انلاین معلومات د چهارشنبې په ورځ افشا شوي دي.

د دې معلوماتو پر اساس، داسې ګومان کیږي چې ای.اس.ای به د حقاني شبکې ته په خوست کې د حملې لپاره دوه لکه ډالر ورکړي وي.

د خپرونې په لیکنه، د پاکستان استخباراتي اداره د اسلامپالو وسله والو ډلو د ملاتړ اوږده سابقه لري، خو په خوست کې له حملې د دې ادارې مستقیم ملاتړ نه دی تائید شوی.

د فارن پالیسي په وینا، اسلام اباد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تمه،له افغانو وسله والو ډلو سره نږدې اړیکې ټينګې کړي او له هغوي سره د وسلو او پيسو مرستې کوي.

په همدې حال کې، پاکستان د ترورېزم په وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملګري په نوم، میلیاردونه ډالر د پوځي او بشري مرستو په ټوګه ترلاسه کړي.

د فارن پالیسي په وینا، ای.اس.ای په افغانستان او قبایلي سیمو کې د افراطي ډلو پر ضد د امریکا په جګړه کې، غبرګ رول لوبوي.

ډیپلوماټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې چې "ایا د افغانستان هوايي ځواک به سږکال د جګړې پر فصل اغیز وکړي؟" په افغانستان کې د جګړې موسم ته کتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو روانه اوونۍ په افغانستان کې د پسرلنیو پوځي عملیاتو پيل اعلان کړ او ویې ویل چې پراخې حملې به وکړي.

د ډیپلوماټ په لیکنه، افغان امنیتي ځواکونه به د اول وار لپاره له داسې الوتکو کار واخلي چې د تروریزم ضد مبارزه کې د سپکو حملو لپاره جوړې شوې دي.

د افغانستان هوايي ځواک د سپکو حملو توکانوس [اې ۲۹] اته نوې الوتکې لري.

د ‌ډیپلومات په حواله، دا الوتکې په ځانګړي ډول له تروریزم سره د مبارزې لپاره جوړې شوې دي.

که څه هم افغانانو ته سږکال د نور الوتکو د ورکولو پلان نه شته خو په ۲۰۱۷میلادي کال کې به د سپکو حملو څلور نورې توکانوس [اې ۲۹] الوتکې افغانستان ته ورکړې شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG