د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

حامد کرزی: هیڅ څوک نه شي کولای د افغانانو اراده تمثیل کړي


د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د ملي یووالي حکومت د سیاسي موافقې د دوام په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان له ملي واکمنۍ څخه ستر تخلف وبللې.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې هیڅ څوک نه شي کولای د افغانانو اراده تمثیل کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وایي، دا د حکومت کار دی چې د سیاسي موافقې د مودې تر پای ته رسیدو وروسته له خلکو سره د خپل کار د دوام پر څرنګوالي مشوره وکړي.

ښاغلي کرزي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو څرګندونو انتقاد وکړ چې ویلي و د ملي وحدت حکومت موافقه د پنځو کلونو لپاره ده.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ د افغان غمیزې د ماهیت، اړخونو او لرلید په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل چې بهرنیان نه شي کولای د افغان دولت موده وټاکي.

پخواني ولسمشر کرزي همدرانګه وویل:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وینا او د افغانستان لپاره د معیادونو ټاکل، د افغانستان له ملي واکمنۍ او حسیاسیتونو څخه عظیم تخلف دی. افغانان اساسي قانون او حکومت لري. دا د افغانانو حق دی چې د اساسي قانون پر اساس خپل حکومتونه څومره ټاکي او څومره یې نه ټاکي."

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د افغانستان انتخابات د بهرنیو د مداخلو له امله بدنامه شول.

نوموړي له دې وړاندې هم له امریکا سره پر یو لړ مسایلو اختلافات درلودل او ویلي و چې دغه هېواد د افغانستان په انتخاباتو کې مداخله کوي، د سولې په پروسه کې صداقت نه لري او په کلیو او بانډو کې په خپل سر دشپې عملیات کوي.

پخوانی ولسمشر د ملي وحدت له حکومته غواړي چې په خپل وخت لویه جرګه را وغواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزی رجان کري د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت موافقه د پنځو کلونو لپاره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزی رجان کري د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت موافقه د پنځو کلونو لپاره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزی رجان کري د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت موافقه د پنځو کلونو لپاره ده.

دې موضوع په افغانستان کې دننه د بېلابېلو کړېو تند غبرګونونه راوپارول.

خو د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیا د وزیرانو په شورا کې دا غبرګونونو د تعجب وړ و بلل او ویې ویل، هغه کسان چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خبرو غبرګون ښیې، هغوی د ملي وحدت حکومت موافقه نه ده لوستې.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر کاري دوره مشخصه کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سیاسي موافقې د مودې له ختمیدو سره به د حکومت د کار د دوام په اړه له خلکو سره په مشورې پریکړه وشي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د سیاسي مخالفینو څرګندونې ډیر اساس نه لري ځکه چې دا د افغانستان حکومت، مشران او خلک دي چې خپلو کې به مشوره وکړي چې د سیاسي موافقې له ختمیدو سره به حکومت څه ډول خپل کار ته دوام ورکړي."

اخو د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی عبدالروف انعامي بیا انتقاد کوي چې د ملي وحدت په حکومت کې تصمیم نیونکي مرجع دوې دي او په خبره یې دې کار ګڼې ستونزې را پیدا کړي دي.

ښاغلی انعامي وایي د همدې حالت دوام به د حکومت او د افغانستان د خلکو لپاره ستونزمن وي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG