د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د عربي نړۍ په ځوانانو کې د اسلامي دولت ملاتړ کم شوی


یوه نوې نظرپوښتنه څرګندوي چې دعربي نړۍ په ځوانانو کې داسلامي خلافت ملاتړ کم شوی دی.

اسلامی دولت ډلې دوه کاله کیږي چې دسوریې او عراق پراخې سیمې لاندې کړي او اسلامي خلافت یې په کې اعلان کړی، دوی ډېر کوښښ کړی چې خصوصاً عرب ځوانان ځان ته جلب کړي.

د عربي نړۍ اکثریت نجونې او ځوانان اوس داسلامي دولت ډلې مخالف دي.

تقریباً په سلو کې اتیا کسانو دغې نظر پوښتنې ته ویلي چې که اسلامی دولت ډله خپلو بی رحمانه تکتیونو لاس هم واخلي بیایې هم ملاتړ نه کوي.

تېر کال په سلو کې شپیتو کسانو دغه ډول نظر څرګند کړی وو.

دغه نظر پوښتنه څرګند وي چې کله عرب ځوانان غواړي اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شيد مذهبي غیرت عامل دوی ته دوهم ځای لري.

د نظر پوښتنې نتایج څرګندوي د هغو عربي هیوادونو ځوانان چې دبېکاري کچه په کې لوړه ده ،اقتصادي ستونزې اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کېدو لوی عامل ګڼي.

نورو څیړونکو هم ورته نتایج ترلاسه کړي دي، هغوی موندلې چې ډېر کسان اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره له دین څخه دخپل تصمیم د توجیه لپاره کار اخلي.

دغه نظر پوښتنه چې د سږ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې شوې داهم څرګندوي چې د عربي پسرلي د ولسي پاڅونونو په هکله چې پنځه کاله مخکې پیل شول په خلکو کې ناهیلي توب پراخ شوی دی.

دغه نظر پوښتنه په ۱۶ عربي هېوادونو کې شوې خو یواځې په مصر کې اکثریت کسانو ورته ویلي چې ددوی هېواد تر هغه وضعیته چې پنځه کاله مخکې یې درلوده اوس ښه دی.

څلور کاله مخکې دوه اویا په سلو کې کسانو ویلي وو چې دعربي پسرلي ترپاڅونونو وروسته یې د هېوادونو وضعیت بهتر شوی خو په نوې نظر پوښتنې کې په سلو ۳۶ کسانو دغه ډول نظر څرګند کړی.

دغه نظرپوښتنه په بحرین، کویټ، عمان، سعودي عربستان، عربي متحدو اماراتو ، مصر، الجزایر، عراق، اردن، لبنان، لیبیا،المغرب، فلسطین، تونس او یمن کې شوې ده.

XS
SM
MD
LG