د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي چې د کابل ـ جلال اباد د دوهمې لارې کار په چټکۍ سره روان دی.
د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروژې په وړاندې کومه ستونزه نه شته او کار په نورمال ډول مخته روان دی.
ښاغلي روحاني زیاته کړه چی د دغې لویې لارې د لومړي قرارداد کار چې پنځوس کیلوه متره دی، ۷۰ فیصده پای ته رسېدلی.
هغه وویل:
"د کابل ـ جلال اباد ترمنځ سړک چې اوږد والی یې سلو کیلو مترو ته رسېږي، اوس مهال د جلا اباد ښار له خوا په ۳ کیلو متري کې کار پرې روان دی، مخکې چې کومې ستونزې وې هغه اوس هواري شوي او سمهال په سیمه کې کار ښه روان دی، ویلای شو چې شاوخوا زموږ د پروژې ۷۰ فیصده کار بشپړ شوی دی."
ښاغلي روحاني زیاته کړه مخکې یې په تخنیکي او د خلکو دهمکارۍ په برخه کې ستونزې درلودې، خو اوس دغه ستونزې یو څه هوارې شوي دي.
د کابل ـ جلااباد پر دوهم سړک کار د نړیوال پراختیایی بانک په مالي مرسته د ۱۱۰ ملیونو ډالرو په ارزښت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پیل شو.
د فواید عامې وزارت د معلوماتو په اساس د دغه لوی سړک کار چې ۱۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به بشپړه شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ـ جلا اباد د دوهم سړک د امنیت د تامین لپاره یې له کابله د اضافي سرتېرو غوښتنه کړې چې منظور شوې هم ده.
نوموړي زیاته کړه:
"وخت نا وخت د خوګیاڼو په سیمه کې امنیتي ستونزې پیداکېږې چې په پایله کې د پروژې کار له ستونزو سره مخ کېږي، موږ نه غواړو چې، د پروژې کارونه ټکني شي نو په دې خاطر مو د نورو سرتېرو غوښتنه کړی او د قومي مشرانو، دیني علماو څخه مو هم غوښتي دي چې په دې اړه مرسته وکړي څو د دې پروژې کال ژر بشپړه شي."
خو د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالناصر کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ـ جلال اباد پر دوهم سړک باندې پڅ کار ته په کتو سره فکر نه کوي چې دغه کار پر ټاکلي وخت تر سره شي.
نوموړي زیاته کړه:
"ډېره مشکله ده دوی دا خبره له ځانه کوي څو کاله کېږي چې پر دې کار روان دی، تر اوسه د خوګیاڼو په سیمه کې دوی په نه دي توانېدلي چې کار وکړي، مشکیله ده د دوی کارونه چې وګورئ ډېره ګرانه ده، ۲۰۱۷ نه فکر نه کوم چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې هم د دغه سړک کار بشپړه کړي."
چارواکي په داسې حال کې د کابل - جلال اباد د دویمې لارې پر جوړېدو د کار د چټکېدو خبره کوي چې د ننګرهار ولایتي شورا وایي، د مخالفینو د حملو او ناسم مدیریت له امله د دغه سړک کار څه موده وړاندې په ټپه درېدلی و.
راپور: سباوون کاکړ