تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۷

مقدونیه: پولیسو پر پناه غوښتونکو ربړي مرمۍ او اوښلن ګاز اورولی

د مقدونيه پوليسو پر سلګونو پناه غوښتونکو ربړي مرمۍ اورولې چې غوښتل يې له يونان سره پر پوله تر اغزن دېوال واوړي.

دغه پناه غوښتونکي غواړي د مقدونيه او يونان تر منځ سرحدي دېوال مات کړي او تر واوړي.

په ځواب کې پوليسو هغوی د اوښلن ګاز او ربړي مرميو په واسطه هدف وګرځول.

سلګونو کسان د پناه غوښتونکو او پوليسو په دې نښته کې ټپيان شول.

يوازي ايم ايس ايف يا د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي چې شا او خوا دوه سوه ټپي کسانو ته يې روغتيايي اسنتياوې رسولي.

د يونان او مقدونيه تر منځ د بې پولې ډاکټرانو يا ايم ايس ايف د روابطو د څانګې مدير يوناس هاګينسين رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په ټپي شویو کې کوچنيان او ښځې هم شامل وو.

هغه زیاته کړه:

"موږ ته شا او خوا څلوردېرش داسي کسان راوړل شول چې ذهني ټکان يې خوړلی وو، موږ ته داسي کسان هم راغلل چې بدن يې درد کاوو، ټپيان شوي وو او ویل يې چې د مقدونيه د پوليسو له خوا وهل شوي دي، موږ اووه داسي ناروغان ځايي روغتون ته ولېږل چې پرانيستي ټپونه يې لرل او احتمالاً هډوکي يې مات شوي وو او يا هم جدي ټپيان شوي وو."

د يونان او مقدونيه تر منځ په دې سرحدي ځای کې شا او خوا لس زره پناه غوښتونکي بند پاته دي.

دغه پناه غوښتونکو غوښتل د اروپا نورو هېوادونو ته ولاړ شي خو په فبرورۍ مياشت کې بالکان هېوادونو د دوی پر مخ خپل سرحدونه وتړل.

د سوريې له حلب ښار څخه دغه ځای ته تللی ۲۳ کلن محمود وويل چې د مقدونيه پوليسو له نږدې واټنه په ربري مرمۍ وويشت او لاس يې ور مات کړ.

دی په یوه بس کې ناست دی چې ځايي روغتون ته يووړل شي.

محمود وايي:

"موږ ځکه متعجب شوو چې مخکې تر دې چې موږ اغزن دېوال ته ورسيږو او مخکې تر دې چې موږ يو څه وکړو، دوی فوراً اوښلن ګاز وکاراوه، نو موږ تيت شوو خو خلکو عکس العمل ښکاره کړ، تر ربړي مرميو او بې هوشه کوونکو بمونو وروسته ډېر ژر اوښلن ګاز وکارول شو، دا په تدريجي ډول نه وو، دوی په چټکۍ سره دا هر څه يو په بل پسې وکارول او دغه اقدام يې د لاريون کوونکو له خوا منفي عکس العمل وپاراوه او هغوی يې غصه کړل."

د يونان حکومت هم د پناه غوښتونکو او پولیسو تر منځ نښتې غندلي دي.

د مقدونيه د حکومت د پناه غوښتنې هماهنګ کوونکو وياند جيورج کريتسيس وويل چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي له زوره کار اخيستل د منلو وړ خبره نه ده.

هغه زیاته کړه:

"پرته له توپيره تر څو ساعتو پوري د اوښلن ګاز زيات کارول، د بې هوشه کوونکو بمونو او آن د ربري مرميو کارول په داسي حال کې چې هلته ښځې او کوچنیان هم وي، يو خواشينوونکی او تر حد زيات خطرناکه کار دی، موږ په دې باور یو چې د مقدونیه پخوانی يوګوسلاف جمهوريت پر پناه غوښتونکو او کډوالو د حملو په خطر بايد پوه شي، په همدې حال کې موږ له پناه غوښتونکو غواړو چې د سرحد په اړه پر هغو درواغو باور ونه کړي چې دوی ته ويل کېږي، دوی بايد پوه شي چې پولې تړل شوي دي."

خو د مقدونيه پوليس وايي، د پناه غوښتونکو پر وړاندې يې يوازي له اوښلن ګاز څخه کار اخيستی.

اروپا له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسي د پناه غوښتونکو له تر ټولو لوی بحران سره مخامخ ده.

د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، يوازي د ۲۰۱۶میلادي کال له پيل څخه تر اوسه ۱۳۵ زره پناه غوښتونکي د سمندر له لارې اروپا ته تللي دي.

لومړی د سوريې وګړي او دوهم افغانان تر ټولو زیات پناه غوښتونکي دي.

د د امنسټي انټرنېشنل او هيومن رايټس واچ په ګډون د بشري حقونو مدافع ادارې غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه بايد اروپا ته د تللو پناه غوښتونکو بحران ته د حل لارې ولټوي.

په ټوله کې د بشري حقونو شپږو لويو ادارو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د هغو ټولو ادارو د فعاليت بيا کتنه دې وکړي چې د کډوالو په برخه کې کار کوي.

​
XS
SM
MD
LG