تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

۵۲ سلنه افغانان د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي

د یوې نوې نظر پوښتنې نتیجه ښيي چې ۵۲ سلنه افغانان د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

دا نظر پوښتنه چې د "فوکس" په نوم د مدني بنسټ له خوا شوې ښکاروي چې ډېری پوښتل شوي کسان د ولسي جرګې له کړنو هم راضي نه دي.

یوه نوې نظر پوښتنه چې د فوکس په نوم د مدني بنسټ له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له لسو زره څخه د ډېرو کسانو څخه شوې ښيي چې ۵۲ سلنه افغانان د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

د دې نظر پوښتنې پر بنسټ په سلو کې ۸۷ پوښتل شوي کسانو ویلي چې وکیلانو د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او دوی له خپلو استازو خوشحاله نه دي.

د دې بنسټ مشر نجیب الله ازاد د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې د پوښتل شویو کسانو ۳۶ سلنه په دې باور دي چې ولسي جرګه د ملت کور نه بلکې د کمېشن کاري او دوکانداري ځای دی.

وکیلانو د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او دوی له خپلو استازو خوشحاله نه دي.
وکیلانو د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او دوی له خپلو استازو خوشحاله نه دي.

ښاغلي ازادي زیاته کړه:

"خلک په دې باور دي چې قدرت ته د زورواکو د رسېدو لپاره په خپل لاس زمینې نه برابروي، او له همدې امله ډېر یې نه غواړي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي."

دا نظر پوښتنه چې "د ملت کور د ملت لیدلوري" په نوم یاديږي په شپږو میاشتو کې بشپړه شوي ده.

په نظر پوښتنه کې له هغو خلکو پوښتنه شوې چې په تېرو انتخاباتو کې یې برخه اخیستي او یوولس سلنه یې مېرمنې جوړوي.

مرکه کونکو په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان انتخاباتي سیسټم په فساد کې ښکېل بللی او وايي چې دا کار د دې سبب شوی تر څو ډېر بې سواده کسان په قدرت کې شریک شي.

له دې وړاندې بیا ځینو نورو بنسټونو د ملي شورا د ۱۶مې دورې وکیلانو د غیر حاضري او د ملي وحدت حکومت څخه د دوی د ناراضایتي راپورونه هم خپاره کړي چې پر اساس یې دې کارونو تر ډېره پر وخت د قوانینو په تصویب اغېز کړی دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا د تازه دغې نظر پوښتنې د نتایجو په اړه وايي چې خلک یوازې له خپلو استازو نه بلکې د دولت له درېیو واړو قواوو ناراضه دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي ازادي راډيو ته وویل چې که پر ولسي جرګې د فساد تور لګېږي باید پر اسنادو ثابت شي.

ښاغلي انعامی زیاته کړه:

"کله چې دوی یوه نظر پوښتنه کوي او په حقیقت کې د ملت ډېر استازي تورنوي باید اسناد او شواهد هم په واک کې ولري."

په تېرو ۱۱ کلونو کې افغانانو ډېر کله د ولسي جرګې غړي د بېلابېلو مواردو په اړه تورن کړي او وايي چې استازي یې د اساسي دندو پر ځای په شخصي نورو کارونو کې ډېره لېوالتیا لري.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي هم وايي چې د ولسي جرګې ډېر غړي کافي سواد نه لري او ډېر کله د خلکو ستونزو د حل پر ځای دوی خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

​
XS
SM
MD
LG