د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۴

ننګرهار: د ملي اردو د جلب او جذب پر موټر چاودنه شوې


د ننګرهار ولایت چارواکي، د ملي اردو د جلب او جذب پر موټر د چاودنې په ترڅ کې له لسو زیاتو کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۳۰ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دا پېښه نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د سرخرود دوسرکې په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي د ویاند عطا الله خوګیاڼي په وینا چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده.

د ننګرهار د مرکزي روغتون رییس ډاکتر احسان الله وایي، د ۱۲ کسانو مړي روغتون ته وروړل شوي دي. د هغه په وینا په چادونه کې ۳۸ کسان ټپیان شوي چې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG