د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

یو شمېر نجونو د ارغوان په نوم د بایسکل ځغلونې سیالۍ وکړې


یوشمېرنجونو د ولسمشر د وروستي فرمان په ملاتړ او په ورته وخت کې د فرخندې په یاد د ارغوان په نوم د بایسکل ځغلونې سیالۍ وکړې.

دغو نجونو چې شمېر یې ۲۰تنو ته رسیده د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د بدني روزنې له فدراسیونه د پروان ولایت د ګل غونډۍ تپې پورې دغه سیالۍ وکړې.

د بدني روزنې فدراسیون مسولین د المپیک ملي کمېټې له چارواکو غواړي چې په هېواد کې د ورزش د پیاوړي کېدو لپاره لازمې هڅې وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د نجونو بایسکل ځغلونه سابقه نه لري خو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر نجونو دغې کارته مخه کړې او د نړیوالو سیالیو لپاره چمتوالی نیسي.

د ارغوان په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي له کابله د پروان تر ګل غونډۍ تپې پورې وکړې.
د ارغوان په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي له کابله د پروان تر ګل غونډۍ تپې پورې وکړې.

یو شمېر نجونو د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د وروستي فرمان په ملاتړ چې د المپیک په ملي کمېټه کې یې د اصلاحاتو لپاره ورکړی او په ورته وخت کې د فرخندې په یاد د ارغوان په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي له کابله د پروان تر ګل غونډۍ تپې پورې وکړې.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فدارسیون رییس صادق صادقي په دې اړه وايي:

"دا اول ځل دی چې موږ له ولسمشره خپل ملاتړ کوو، ورزش کاران ترې ملاتړ کوي او موږ له ولسمشره مننه کوو چې په ورزش کې یې د کړکیچ د هوارۍ لپاره فرمان ورکړ، موږ له دې فرمان چې نور به موازي فدراسیونونه موجود نه وي هرکلی کوو."

دا لومړی ځل نه دي چې ورزشکاران د المپیک په ملي کمېټه کې د اصلاحاتو په باب د ولسمشر له فرمانه ملاتړ کوي تر دې وړاندې هم یو شمېر ورزشکارانو د ولسمشر له دغه فرمانه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

موده وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د ورزش د پیاوړتیا او په ورزشي بنسټونو کې د اختلافاتو د حل په هدف فرمان ورکړ چې له مخې یې فهیم هاشمي د ملي المپیک د کمېټې د رییس په توګه وټاکل شو.

هغه مهال دغه فرمان یو شمېرمخالفتونه هم له ځان سره درلودل، خو جمهوري ریاست بیا وایي، طبیعي خبره ده چې ټول فرمانونه پلویان او مخالفین لري.

یو شمېر نجونو چې د بایسکل ځغلونې د ارغوان په سیالیو کې یې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل:

"دا سیالۍ د ولسمشر له فرمانه د ملاتړ او فرخندې په یاد کیږي.

- له کابله تر پروانه سیالي لرو څو وکړای شو په زیاد تمرین په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړو.

- لا د مسابقې پیل دی څه نه شو ویلای خو که بیا هم خلک موږ ته په ډېر وحشت هم ګوري بیا به هم موږ وهڅوي."

افغان بایسکل ځغلونکې نجونې وايي چې دوي غواړي د دا ډول سیالي په کولو سره په افغانستان کې د باسیکل ځغلونې دود عام کړي او نړیوالو سیالو ته لازمه آماده ګي ولري.

حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG