د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

غني: د پوهانو له احترام پرته د کارونو پوره کېدل ناممکن دي


افغان ولسمشر وايي، پوهانو ته له احترام او د دوی نظریاتو ته له پاملرنې پرته د مهمو کارونو او ارمانونو پوره کېدل ممکن نه دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ژمنه کوي چې حکومت به د نامتو عالمانو له نظریاتو په استفادې د عدالت په تامینېدو کې هڅې وکړي.

په کابل کې د ترکي او ازبکي ژبو د نامتو شاعر، لیکوال او عالم امیرعلي شیر نوائي په ویاړ جوړ شوي علمي سمپوزیم کې د ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، هند او پاکستان څخه څېړونکو برخه اخیستې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې په دغه غونډه کې ګډون کړی و علي شیر نوائي یې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې ویاړ وباله.

ښاغلی غني وايي، افغانستان د ویاړلي تاریخ او تمدن خاوند دی چې د نا متو عالمانو موجودیت یې د پیاوړي تمدن یو ښه بېلګه ده.

ولسمشر غني وايي، پوهانو ته له احترام او د دوی له علمي تجربو څخه د استفادې پرته د مهمو کارونو او ارمانونو پوره کېدل ممکن نه دي.

ښاغلی غني وايي، افغانستان د ویاړلي تاریخ او تمدن خاوند دی
ښاغلی غني وايي، افغانستان د ویاړلي تاریخ او تمدن خاوند دی

ښاغلي غني زیاته کړه:

"امکان نه لري د پوهې خاوندانو ته له احترام، د متخصیصنیو نظریاتو ته له غوږ ایښودو او د ټولنې نامتو او وتلو پوهانو ته له اهمیت ورکولو پرته مهم کارونه مخ ته یوسي او لوی ارمانونه پوره کړو، زموږ هدف په دغه حکومت کې د یوه عادل نظام رامنځته کول دي چې د امیرعلي شیر نوائي د برحقو غوښتونو ځواب ووایي."

امیر علي شیر نوائي له نن څخه ۵۷۵ کاله مخکې زېږدلی و او په نهمه پېړۍ کې د ترکي او ازبکي ژبې له نامتو شاعرانو څخه و چې ګڼ علمي اثار یې د ژبې او عصري علومو په برخه کې کښلې دي.

هرات کې د امیر علي شېر نوائي مقبره
هرات کې د امیر علي شېر نوائي مقبره

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او د علي شیر نوا نوائي د علمي سمپوزیم د کمېسیون مشر وايي، دغه علمي سمپوزیم به درې ورځې په کابل څلورمه ورځ به په هرات او وروستي ورځ به په بلخ کې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه بین المللي سمپوزیم د ترتیب شوې اجندا مطابق د څلورو علمي مجلسونو درلودنکی دی چې درې ورځې به یې په کابل کې دوام وکړي، د هغې په تعقیب څلورمه ورځ به په هرات او پنځه ورځ به په مزار شریف کې د مېلمنو پلاوی د علي شیر نوايي د دورې له تاریخي ځایونولیدنه وکړي."

هر کال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د امیر علي شیر نوايي په ویاړ علمي سمپوزیمونه جوړېږي.

علمي سمپوزیم هغو ناستو یا غونډو ته ویل کېږي چې له بېلابېلا هېوادونو څخه څېړونکي او پوهان د یوه شخص د ژوند او کړونو په باب هر اړخیزه رڼا اچوي او د هغه له تجربو د استفادې لپاره لارې چارې وړاندې کوي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر د امیرعلي شیر نوائي په نوم د دولتي مډال د رامنځته کېدو د اعلان ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه چې له دې وروسته به په هېواد کې د ترکي او ازبکي ژبو د ودې لپاره هڅې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG