تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۳

قهرمان: ناسم مدیریت د هلمند امنیت له ستونزو سره مخ کړی

عبدالجبار قهرمان
عبدالجبار قهرمان

په هلمند ولایت کې د امنیت جګپوړی مسوول مقام وايي چې په حکومت کې دننه ناسم مدیریت له هغو عواملو څخه دی چې په دې ولایت کې د امنیت په وړاندې یې ستونزې رامنځته کړي.

عبدالجبار قهرمان همدا راز یادونه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي او نړیوالو ځواکونو ته په پوځي عملیاتو کې د ګډون اړتیا نشته.

عبدالجبارقهرمان وايي، کمزوری مدیریت د هلمند ولایت او ټول هېواد په کچه د امنیت په وړاندې ستر خنډ دی.

عبدالجبارقهرمان وايي چې په هلمند کې اوس مهال امنیتي حالت سم دی ځکه د ده په وینا هلته دیره افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شوي دي.
عبدالجبارقهرمان وايي چې په هلمند کې اوس مهال امنیتي حالت سم دی ځکه د ده په وینا هلته دیره افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شوي دي.

ښاغلی قهرمان چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې په هلمند کې امنیت د ټینګښت لپاره د جګپوړي مسوول مقام په توګه په دنده ګومارلی دی ازادي راډیو ته وویل، حکومت له بېلابېلو سیاسي ډلو څخه جوړ دی چې هره یوه غواړي له خپلې خوښې سره سم کسان په مهمو دندو په کار وګوماري:

ښاغلي قهرمان زیاته کړه:

"موږ په بېلابېلو برخو کې مدیریتي ضعف لرو. د مدیریت ضعف په دې موجود دی چې په ټول افغانستان کې دا نظام مختلط دی او له مختلفو خلکو څخه جوړ دی، د مختلفو ذهنیتونو خلکو په دې نظام کې راټول دي. مختلف لاملونه کیدای شي. ښايي د مرکز له خوا ځیني تغییرات او تعیینات او ځیني دلچسپۍ موجودې اوسي او د سیاستوالو او بېلابېلو حلقاتو له خوا هم موجودې وي."

عبدالجبارقهرمان وايي، کمزوری مدیریت د هلمند ولایت او ټول هېواد په کچه د امنیت په وړاندې ستر خنډ دی.
عبدالجبارقهرمان وايي، کمزوری مدیریت د هلمند ولایت او ټول هېواد په کچه د امنیت په وړاندې ستر خنډ دی.

جبارقهرمان د بهرنیو هېوادونو ښکاره لاسوهنې په هلمند او نور هېواد کې د ناامنیو اصلي عوامل بولي او زیاتوي چې پخوا به د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې د مدیریت ستونزو ته ډیره پاملرنه نه کیده خو د ده په وینا له هغه وخته چې د بهرنیو پوځیانو شمېر کم شوی، ورسره ستونزې هم زیاتې شوې دي.

خو له دې سره-سره ښاغلی قهرمان ټینګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د نړيوالو ځواکونو له مرستې پرته په هلمند کې امنیت خوندي کولای شي.

دی وايي:

"نړيوالې ټولنې د افغان ملت په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړی. په ډیرو خاصو حالاتو کې چې سخت ضرورت وي او سړی له خپلو نړیوالو دوستانو څخه مرسته وغواړي، ممکنه ده خو نورنو زموږ افغان پوځ ته په کار ده چې مستقیماً، په مستقل ډول په خپل وطن کې مسوولیت پر غاړه واخلي چې په دې عرصه کې افغان ځواکونو ته مسوولیت تر ډیره حده انتقال شوی دی.زموږ افغان ځواکونه باید دې بار ته په خپله اوږه ورکړي."

عبدالجبارقهرمان وايي چې په هلمند کې اوس مهال امنیتي حالت سم دی ځکه د ده په وینا هلته دیره افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شوي دي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې ښاغلي قهرمان همدا راز یادونه وکړه چې په هلمند ولایت کې اوس مهال له وسله والو مخالفینو سره د سولې پر خبرو او د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا کار روان دی.

​
XS
SM
MD
LG