په اروپا او امریکا کې میشت افغان سیاسي شخصیتونه، د مدني ټولنې فعالان او مسلکي کدرونه د جرمني په فرانکفورټ ښار کې په افغانستان کې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت پر لارو چارو خبرې کوي.
دا غونډه چې پرون پیل شوې نن هم دوام لري او د تنظیمونکو په وینا له سلو زیاتو کسانو په کې ګډون کړی دی.
د مسولینو په وینا هدف یې د افغانستان د روانو ستونزو د هواري لپاره د هغو افغانانو له تجربو کار اخیستل دي چې په وروستیو لسیزو کې په سیاسي معاملو کې ښکیل نه دي او نه یې هم لاسونه د افغانانو په وینو سره دي.
نوریاس نوري د دې غونډې په اړه د غونډې له یوه مسول او افغان ژورنالیست زرغون شاه شینواري سره مرکه کړې او لومړي یې ترې پوښتنه کړې چې دغه غونډه مو په کوم هدف رابللې ده.
ښاغلي شینواري په ځواب کې وویل: