تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۴

"تبي"په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره تر۳۰ مترو یو کاسټر موتړ کش کړ

د افغانستان د معلولینو فدراسیون مسولین وایي چې د پاور لېفټېنګ په برخه کې د لومړي ځل لپاره یوه افغان لوبغاړی په نړۍ کې تر ۳۰ مترو پورې یو کاسټر موتړ کش کړ .

د دغه فدراسیون رییس کبیر خوشبین نن ازادي راډیو ته وویل، دغه لوبغاړی ۶۰ فیصده معلول دی او یوسف نبي نومیږي چې له اته میاشتني تمرینه وروسته وتوانید چې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یو کاسټر موتړ تر ۳۰مترو کش کړي.

د ښاغلي خوشبین په خبره دغه لوبغاړی اوس هم د پاورلېفټېنګ په برخه کې تمرین کوي او تر دې دمه یې له نړیوالو او کورنیو سیالیو څخه دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG