د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

یو شمېر مدني فعالانو د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو د یوه کمپاین په ترسره کولو له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا کمپاین "​هر وګړی یو پولیس او هر پولیس یو وګړی دی"تر شعار لاندې ترسره شو چې د کابل ښار د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شو.​

دغو لسګونو مدني فعلانو د شنبې په ورځ له خلکو او افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل ترڅو د امنیت ټینګښت لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د مدني ټولنو دغو لسګونو فعالانو د یوه کمپاین ترڅنګ له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

دغو مدني فعالانو پر جامو، جنتريانو او کاغذونو یو شمېر لیکلي شعارونه" پولیس او ښاریان د یوه بل تکمیل کوونکي دي"د عامه پوهاوي په خاطر پر افغان امنیتي ځواکونو او خلکو وویشل.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرخنده زهرا نادري او د دې کمپاین یوې فعالې خبریالانو ته وویل د ښار هر وګړی مسؤلیت لري ترڅو د افغانستان د امنیت ټينګښت لپاره هڅه وکړي.

هغې زیاته کړه:

"که چیري د پولیس او ښاریانو ترمنځ همغږي وي، یو مجرم هیڅ کله دا جرئت نشي کولی چې خپل هدف ته ورسېږي او خلکو ترمنځ ویره او اضطراب رامنځ ته کړي."

مېرمن نادري وویل خلک باید یوځای شي ترڅو وکولی شي چې د هېواد د امنیت په ټينګښت کې ونډه واخلي.

" پولیس او ښاریان د یوه بل تکمیل کوونکي دي"
" پولیس او ښاریان د یوه بل تکمیل کوونکي دي"

دا لومړی ځل نه دی چې دافغان امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو لپاره کمپاین ترسره کېږي بلکې تردې وړاندې هم ورته کمپاینونه شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي له دغه کمپاین نه هرکلی کوي او ټينګار کوي چې له افغان ځواکونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو عبدالرحمان او شاه ولي په دې اړه وویل:

"دا کمپاین د پولیسو او نورو افغان ځواکونو د ملاتړ په خاطر کېږي، ترڅو وکولی شو چې په هېواد کې خوندي ژوند ولرو."

"دا ډېره ښه خبره ده باید خلک خپل وطن ته خدمت وکړي او خپلو پولیسو سره همکاري وکړي او پولیس هم باید عامو وګړو سره ښه چلند وکړي."

په همدې حال کې فرخنده زهرا نادري له خلکو غواړي ترڅو د ملي ګټو پر ضد د موضوعاتو له مطرح کولو او په روانو شرایطو کې د ځوانانو نا هیلیو څخه مخنیوي وکړي.

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي وایي، که چېري په هېواد کې د ثبات لپاره ټول سره لاسونه ورکړي د تخریبي فعالیتونو زمینه به محدوده شي.

افغان کار پوه عزت الله بری بیا له افغان حکومت څخه غواړي ترڅو د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG