د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

راتلونکې میاشت د اټمي موادو د خوندیتوب تړون عملي کېږي


ټاکل شوې سر له راتلونکې میلادي میاشتي څخه له تروریستي ډلو څخه د اټمي موادو د خوندیتوب تړون عملي شي.

دغه اعلان د اپریل پر اتمه نېټه د جمعې په ورځ د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان لخوا وشو چې له مخې به یې ۱۵۰ هېوادونه په قانوني توګه مکلف وي په خپلو هېوادونو کې دننه اټمي دستګاوي خوندي کړي، تر څو د تروریستي ډلو لاس ته ورنشي.

د ملګرو ملتونو هغه سخت تدابیر به سر له راتلونکي میلادي میاشتي څخه پلي شي چې له مخې به یې هڅه کېږي د نړۍ په سطح اټمي مواد د سخت دریځو ډلو لاس ته ورنشي.

د پاکستان، اذربایجان او کویټ په ګډون لسو هېوادونو تېره اوونۍ د اټمي موادو د فزیکي خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون اصلاح شوې بڼه لاسلیک کړه.

د جمعې په ورځ نیکاراګوا هم له دغه تړون سره موافقه وکړه چې ورسره د تړون د نافذیدو لپاره په پام کې نیول شوي لاسلیکونه پوره شوه.

د دې لپاره چې دغه تړون د یوې میاشتي په موده کې پلی شي ۱۰۲ لاسلیکونو ته اړتیا وه.

شمالي کوریا او ایران د هغو محدودو اټمي موادو لرونکي هېوادونو څخه دی چې تر اوسه یې نه د دغه تړون اصلي بڼه چې په ۱۹۸۷ کال کې جوړه شوې وه منلې او نه یې له نوي اصلاحاتو سره موافقه ښودلې ده.

سر له مې میاشتي به ۱۵۰ هېوادونه په قانوني ډول اړ وي چې په خپلو هېوادونو کې دننه اټمي بټۍ خوندي کړي او د غلا شویو یا قاچاق کېدونکو اټمي موادو په موندلو کې به همکاري کوي.

وړاندې د دې تړون هدف دا ښودل شوی وو چې له یوه هېواده بل هېواد ته د یورانیمو او پلاتینیوم د انتقال پر مهال دغه مواد د تروریستي ډلو لاس ته ورنشي، خو په نویو اصلاحاتو کې حکومتونه اړ دي چې په خپلو هېوادونو کې هم اټمي دستګاوي او مواد له تروریستي ډلو خوندي وساتي.

د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان مشر یوکیو امانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په نویو اصلاحاتو سره به د هغو تروریستي بریدونو د ګواښ له کمېدو سره مرسته وشي چې کولی شي ناوړه پایلي ولري.

امانو وړاندې ویلي وو چې په ټوله نړۍ کې د دې تړون د عملي کېدو لپاره لا نور کار ته هم اړتیا شته.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس پر ټولو هېوادونو چې تر اوسه یې دا تړون نه دی منلی ټینګار کړی چې دا کار د امکان تر حده ژر وکړي.

د ا ټمي موادو د خوندیتوب په اړه نړیواله سرمشریزه تېره اوونۍ په امریکا کې وشوه، خو روسيې ګډون په کې ونه کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبه په ورځ ویلي چې د ده د نه ګډون یو دلیل دا دی چې واشنګټن د هغو پلاتینیوم موادو د ذخیرو په له منځه وړلو کې ناکامه شوی چې اټمي وسلې ترې جوړېدای شي.

پوتین وایي په همدې تړاو روسیې او امریکا په ۲۰۰۰ میلادي کلونو کې موافقه کړې وه چې روسیې خپله ژمنه پرځای کې خو متحده ایالاتو دا کار تر اوسه نه دی کړی.

د روسیې ولسمشر وایې، زموږ متحدین باید وپوهیږي چې دوی باید د خپلو مکلفیتونو د ترسره کېدو وړتیا ولري.

په سوریې کې د اسلامي دولت ډلي پرمختګونو او په یو شمېر اروپایې هېوادونو کې وروستیو بریدونو په نړیواله سطح داسي اندېښني راپورته کړي چې کېدای شي تروریستي ډلي د راډیو اکټیف موادو ته د لاس رسي هڅي وکړي.

XS
SM
MD
LG