د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته رارسېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته رارسېدلی او له افغان چارواکو سره یې د ملاقاتونو لړۍ پیل کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی کري د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزیابي د ګډ کمېسیون په درېیمه غونډه کې هم ګډون کوي.

د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې امنیتي او دفاعي مسائل، سوله، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه شامل دي.

دغه سند د ۲۰۱۲ میلادي کال د مې په دویمه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن مازدیګر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG