په پکتيکا کې د ۱۵۰۰ ښوونکو د نومرو جوړولو لپاره ځانګړې شوې ځمکې د توزيع چارې پيل شوې او د ياد ولايت چارواکي وايي چې په دې سره به يې د ښوونکو ستونزې هوارې شي.
د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې ښوونکي د ډېرو امتيازاتو حق لري او د ولسمشر د وعدو له مخې په خپل ولايت کې مستحقو استادانو ته د يوې، يوې نومرې ځمکې توزيع لړۍ پيلوي.
نوموړي دا هم زياته کړه چې د دې ولايت د ښارونو د ستونزو په اړه يې د ښار جوړونې له وزير سره خبرې شوې دي او د هغو ښارونو د ماسټر پلان کېدو لپاره به هم يو په يو اقدام وکړي چې د ښار جوړونې وزارت له لوري په نښه شي.
شارق د ښار جوړني وزیر او ورسره مل پلاوې ته وویل، په تېرو څو کلونو کې د ښاري پراختیا په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي او د مرکز ښرنې سربېره باید په ارګون او زرغون شهر ولسوالیو کې هم ماسټر پلان پلی شي او خصوصي سکټور پیاوړی شي.
د دغې ځمکې د وېش او پرانيسې په مراسمو کې چې د جمعې په ورځ د پکتيکا په مرکز ښرنه کې پيل شوه د ښار جوړونې وزير سيد منصور سادات نادري هم برخه اخيستې وه.
نادرې وویل اوسمهال د ښارجوړوني په سکټور کې پوره همغږي موجوده ده او په ټول توان سره به هڅه وکړي چې د مرکز ښرنې ښار پراختیا او د اوسیدونکو غوښتنو ته په وخت رسیده ګي وکړي.
نوموړي د ښوونکو ښارګوټي مبارکې د پکتیکا ښوونکو ته وویله او زیاته یې کړه چې نن یې د ولسمشر په هدایت پکتیکا ولایت ته سفر کړی دی او د ښوونکو د دغه ښارګوټي چارې چې نن پيل شوې، له تېرو څو مياشتو راهيسې پرې د ياد وزارت مجربو انجنرانو کاری کړی او ټول اړين ملحقات به لري.
د پکتیکا ولایت د ښوونکو دغه ښارګوټی د مرکز ښرنې ښار په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې ۱۵۰۰ ښوونکو ته به د استوګني نومرې ورکړل شي.
راپور: داود تپان