د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

افغانستان کې داسې عادي خلک هم سته چې د ښځو له حقوقو دفاع کوي


مېرمن رولا غني وايي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په څېر ښځو ته د برابرۍ پر حقونو باوري سړي شته.

مېرمن غني په نيويارک کې يوې سرمشريزې ته وويل چې اسلام د ښځو حقونه خوندي کړي او نه پوهېږي سخت دريځي له کومې خوا د ښځو ځپل توجه کوي.

په افغانستان کې د ښځو د ستونزو په اړه د خبرو پر مهال د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني د يوه امریکايي خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې د نورو هيوادونو په څېر په افغانستان کې هم عادي سړي شته چې د ښځو د حقونو دفاع کوي.

د بزفيډ خبري خپرونې د راپور له مخې، دا خبرې مېرمن رولا غني په نيويارک کې د ښځې په نړۍ کې په نامه جوړې شوې سرمشريزې پر مهال وکړې.

دا سرمشريزه د اپرېل مياشتې له شپږمې تر اتمې جوړه شوه او ګډونوالو په ټوله نړۍ کې د ښځو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله دغه هېواد ته د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له راتګ وروسته مطرح شوه.

د نړۍ پر کچه د افغانو ښځو د وضعيت په اړه خبرې پيل شوې او د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې لارا بوش په دې اړه شخصي لېوالتيا ښودله او د امریکايي او افغانو ښځو د شورا بنسټ يې کېښود.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه بېلابېل نظرونه پيل شول او د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او همداراز د افغانستان د بیا رغونې لپاره سرپلټونکي جان ساپکو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره لګول شوي مليونونه ډالر ښايي ضايع شي.

مېرمن رولا غني په لبنان کې لويه شوې او د افغانستان، لبنان او امریکا تابعيت لري او په بيروت کې يې لوړې زده کړې دي.

رولا غني د افغانو لومړيو مېرمنو له دوديز رول څخه راوتلې او د ټولنيزو ستونزو په اړه خبرې کوي.

مېرمن رولا غني د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه د خبرو پر مهال په هېواد کې د تېرو ۲۳ کلونو جګړې ته په اشاره وويل چې خلک بايد په دې پوه شي چې دا هر څه د جګړې پایله ده.

دې وويل، ښايي په امریکا کې خلک دا خبره نشي درک کولای ځکه چې هغوی پر خپله خاوره جګړې نه دي ليدلي.

دې وويل چې جګړه ناورين رامنځته کوي او ډېر ژر هر څه له منځه وړي.

د دې په وينا جګړه د ټولنې کلتوري جوړښت له منځه وړي، کورنۍ بې ځايه کوي، مېرمن غني له مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې اړه فکر وکړي ځکه چې جګړه د هيڅ شي حل نشي کېدای.

په همدې سرمشريزه کې د لومړۍ مېرمن وويل چې اسلام ښځې نه ځپي.

دې وويل چې په عربي ژبه بشپړه پوهيږي ځکه چې مورنۍ ژبه يې ده او قرآن يې لوستلی دی او دا ورته ستونزمنه ده چې پوه شي چې سخت دريځي په قرآن کې له کومه ځايه د ښځو د ځپلو لپاره الهام اخلي؟

د فرخندې ملکزاده د وژل کېدو په اړه مېرمن غني وويل چې اوس ښځې له ديني عالمانو سره غونډې کوي او پوښتنې کوي چې په اسلام کې د ښځو څه حقونه دي.

دې وويل چې په فکر يې دا يو مهم او ښه ګام دی ځکه چې بايد له نيمو ريښتاوو څخه ډډه وکړو چې نن سبا يو دود ګرځېدلی دی.

فرخنده ملکزاده هغه افغانه مېرمن وه چې د قرآن کریم د سوځلو په تور په کابل کې تر وهلو لاندي ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG