د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۵

د پروان په سیاګرد کې انتحاري حملې ۷تنه وژلي


د پروان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې په یوې انتحاري حمله کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي ازادي راډيو ته وویل انتحار کونکی په موټر سایکل سپور و او نن سهار لس نیمې بجې یې د ولسوالۍ په بازار کې ځان ته چاودنه ورکړه.

هغه زیاته کړه که څه هم د انتحار کوونکي هدف معلوم نه و، خو وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی.

د تېر ۱۳۹۴ کال په حوت میاشت کې هم د سیاګرد ولسوالۍ بازار په یوه سیمه ییز کلنیک کې د انتحاري حملې پر مهال ۱۳ تنه وژل شوي و او ۱۹ نور ټپیان شوي و چې په وژل شویو کې څلور تنه یې سیمه ییز پولیس او پاتې یې ملکي وګړي وو.

پخواني:

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوې انتحاري حملې څلور تنه وژلي او ۱۹تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د سیاه ګرد ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

ښاغلي مموزي زیاته کړه چې په نوموړي حمله کې له یوه موټرسایکله استفاده شوې وه او هدف یې افغان امنیتي ځواکونه وو چې هغو ته یې کوم زیان نه دی اړولې.

د پروان ولایت د امنیتي چارواکو په وینا د دې پېښې ټول قربانیان ملکي کسان دي.

لا تراوسه د دې حملې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستې.

XS
SM
MD
LG