د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د کرنې وزارت بزګرانو ته پورونه ورکوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد بزګرانو ته د وړو پورونو د ورکړې پروګرام پیل کړ.

د دې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ له دوو کورنیو بانکونو سره، جلاجلا تفاهمنامې لاسلیک کړې.

په داسې حال کې چې افغان بزګر د مالي منابعو له کموالي شکایت کوي، د کرنې وزارت وايي چې د هېواد له اړو بزګرو سره به د دوو کورنیو بانکونو د "کلیوال مالي بنسټ بانک او د وړو پورونو د ورکړې بانک" له لارې، مالي مرستې وشي.

په دې مقصد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر، د یادو بانکونو له مسؤلینو سره جلا جلا تفاهمنامې لاسلیک کړې.

ښاغلي ضمیر وویل، د غو بانکونو ته د دې وزارت د کرنیز پراختیايي صندق لخوا پور، ورکول کېږي او یاد بانکونه به یې د خپلو مقرراتو سره سم، د هېواد بزګرو ته د هغوی د اړتیاو په پام کې نیولو سره پورونه ورکوي.

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:

د کرنې وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې وزیر اسدالله ضمیر

"د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت مو له دوی سره د پورونو تړونونه لاسلیک کړل چې ددوی له لارې بزګرو، کرنیز شرکتونو، کوپراتیفونواو متشبثینو ته، پورونه ورسېږي،دا پروګرام به په مختلفو ولایتونو کې پلي شي، دا پورونه به د تخمونو، ماشینو الاتو او داسې نورو کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره ورکړل شي،

په پور اخیستونکو کې ښځې هم په پام کې نیول شوي دي، د دسته بندۍ او پروسس لپاره به هم پورونه ورکړل شی څو کرنیز صادرات زیات شي."

د کرنې وزارت د کرنیزې پراختیا د صندق د پورونو او مالي خطرونو مسؤل خالد سروري وویل، په لومړي کال کې به هریوه بانک ته ۱۹۵ میلیونه افغانۍ پور ورکړل شي.

ده وویل که په یوه کال کې یادو بانکونو ښه فعالیت وکړ، په راتلونکې کې به ورته د پورونو اندازه له دې هم زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس اشرف غني په خپلو وینا ګانو د کرنې په پراختیا تاکید کړی او له بزګرو سره یې مرسته، په لومړیتوبونو کې شمېرلې ده.

سربېره پردې حکومت پلان لري چې په هېواد کې د اوبو شل لوې بندونه جوړ کړي څو ځینې بې اوبو اوشاړې ځمکې کرکیلي ته اماده شي.

حکومت پلان لري چې په هیواد کې د اوبو شل لوې بندونه جوړ کړي
حکومت پلان لري چې په هیواد کې د اوبو شل لوې بندونه جوړ کړي

کارپوهان وايي، افغانستان ډیرې کرنیز ځمکې لري خو اکثره یې د بزګرو د مالي ستونزو، د ماشین الاتو او اوبو د کموالي له امله شاړې پرتې دي.

دوی بزګرو ته د پورونو د ورکړې پروګرام ستايی او تاکید کوي چې د دې پروګرام په پلې کولو کې دې بېړه وشي.

د دې کارپوهانو له جملې عبدالغفور ازادي رادیو ته وویل:

"دا پروګرام باید څو کاله دمخه پیل شوی وای، ځکه چې د هېواد اتیا فیصده خلک په کرنه بوخت دي، دا خلک اکثره بېوزلي دي، له دوی سره مالي، مسلکي او تخنیکي مرستې ډیرې ضروري دي، له دې مرستو سره به د بزګرو ستونزې کمې، حاصلات به یې زیات او د هېواد د صادراتو کچه به لوړه شي."

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د کرنیزې پراختیا صندق په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړشوی چې د امریکا متحد ایالات او د نمارک ورسره مالي مرسته کوي.

کرنه چې د افغانستان د اقتصادي ثبات مهم عامل دی، تر اوسه هم په دې هېواد کې معیاري شوې نه ده، بزګرو ویلي، که یې ملاتړ وشي کرنیز محصولات او د صادراتو کچه به لوړه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG