د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

هرات کې د هلوټرسټ موسې ۱۵ ماین پاکان را خوشې شول


د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د هلوټرسټ موسسې ۱۵ ماین پاکان یې د وسله والو له منګلو بېرته را خلاص کړي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي نن رسنیو ته وویل چې یاد کسان تېره ورځ د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د ایران پولې ته نږدې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

تر دې وړاندې د هرات د والي ویاند عبدالروف احمدي د یاد ولایت په سرحدي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان ملا طوفان او ملا حیدر د یادو ماین پاکانو په تښتوونې تورن کړي وو.

د هرات امنیتي چارواکو دا نه دي ویلي چې یاد کسان چا تښتولي وو او نه یې هم تر دا مهاله د تښتولو مسؤلیت چا په غاړه اخستی.

دا لومړی ځل نه دی چې په هرات ولایت کې د هلو ټرسټ موسسې ماین پاکان تښتول کېږې بلکې دوه کاله وړاندې هم د یادې موسسې ۶۰ کار کوونکي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي و چې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشي شول.

همدارنګه د تېرکال په حوت میاشت کې په لوګر ولایت کې اووه تنه ماین پاکان وتښتول شول چې درې تنه یې وروسته راخوشي شول.

او همدارنګه تېر کال په هلمند کې څلور او کندهار کې دوه ماین پاکان د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG