د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

په امریکا کې د اټمي امنیت سرمشریزه پرانیستل شوه


د نړۍ په لسګونو مشران په واشنګټن کې دا مسأله څیړي چې اټمي مواد د تروریستانو لاسونو ته ونه لویږي.

د اټم د امنیت دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ په دې هدف پرانیستل شوه چې اندیښنې شته چې د داعش په څیر ډلې هڅې کوي چې راډیولوجیکل مواد تر لاسه کړي او بمونه جوړ کړي.

تمه ده چې د شمالي کوریا د وسلو پر پروګرام هم د مشرانو په دې غونډه کې خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تیره ورځ د اټمي امنیت د نړېوالې غونډې تر څنګ د جاپان له صدراعظم شینزو ابې او د جنوبي کوریا له ولسمشر پارک جیون هې سره د غونډې پر مهال د شمالي کوریا مسالې ته اشاره وکړه او پر نړېوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو د پلي کیدو په برخه کې همکاري وکړي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

"موږ په خپل فعالیت کې د شمالي کوریا د تحرکاتو د دفاع او رد په برخو کې متحد یوو. موږ دا منو چې زموږ امنیت سره تړلی دی، نو باید په ګډه سره کار وکړو څو د دغو ګواښونو مخه ونیسو. موږ دا هم منو چې دا د ټولې نړېوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې په دقت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري ترسره شوي سختې پریکړې تایید کړي چې د یو شمېر بالسټیک توغندېو او اټمي فعالیتونو په ارتباط چې پیونګ یانګ په کې لاس لري، نیول شوي دي."

اوباما زیاته کړه: "موږ په خپل فعالیت کې د شمالي کوریا د تحرکاتو د دفاع او رد په برخو کې متحد یوو
اوباما زیاته کړه: "موږ په خپل فعالیت کې د شمالي کوریا د تحرکاتو د دفاع او رد په برخو کې متحد یوو

​په نړۍ کې د تروریستانو لاسونو ته د اټمي موادو د لوېدو اندېښنې وروسته تر هغې زیاتې شوې چې د بلجیم چارواکو د خپل هېواد په اټمي تسهیلاتو کې امنیتي هڅې وروسته تر هغه زیاتې کړې چې د پاریس له تروریستي بریدونو سره په ارتباط یوه کس یې د خپلو اټمي بټیو له اخیستي فلم سره ومونده.

په دې غونډه کې روسیه ګډون نه کوي، ځکه چې د اوکراین پر سر یې له لویدیځ سره اړیکي ساړه شوي دي.

تر غونډې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بین راډز خبریالانو ته وویل چې تر لومړۍ غونډې وروسته چې په ۲۰۱۰ کال کې وه، د اټومي موادو د خوندیتوب لپاره ډیر څه شوي دي او د اوکراین او چلي په ګډون په څوارلس هیوادو کې اټومي مواد یا یو مخ له منځه وړل شوي یا یې اندازه راکمه شوې ده.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG