د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له سیاسي او مطرحو څیرو غوښتنه وکړه چې د نظام د تخریب پر ځای باید له حکومت سره د ستونزو په هوارۍ کې مرسته وکړي.
د دغو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان حکومت ګڼې نیمګړتیاوې لري خو د اصلاح لپاره یې باید د تخریب پرځای له سیاسي فشاره کار واخیستل شي.
د سیاسي ګوندونو کور او یو شمېر مدني ټولنې د ملي وحدت حکومت پر یو شمېر نیمګړتیاوو انتقادونه کوي، خو وایي د حکومت تخریب د دغو نیمګړتیاوو د حل لاره نه ده.
د بېلابېلو ګوندونو او مدني فعالانو استازیو د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یوه غونډه جوړه کړې وه او غوښتنه یې وکړه چې له اوسني حکومته باید هر اړخیز ملاتړ وشي.
محمد عمرعیار چې د دغو کسانو په استازیتوب یې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې راټول شوي سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې به د چارو د سمون لپاره پر حکومت فشار راوړي خو تر څنګ به یې د نظام د بقا لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي عیار زیاته کړه:
"د نظام بقا د افغانستان د خلکو په خیر دی د سیاسي ګوندونو کور هڅه کوي څو دا نظام بقا ولري کومې ننګونې چې شته هغه باید حل شي او نظام بقا ولري."
د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې ځینو وکېلانو د جرګې په عمومي ناسته کې ادعا وکړه چې پنځم ستون له ځینو بهرنیو کړېو سره په همغږۍ غواړي د ملي یووالي حکومت کمزوری کړي.
د جرګې غړي غلام حسین ناصري د افغان چارواکو پرله پسې استعفاوې هم د حکومت د کمزوري کېدو یوه هڅه بللې وه.
په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو کور چې د بېلابېلو ګوندونو او مدني ټولنو استازي په کې موجود دي په یوه شپږ ماده یېز پریکړه ليک کې له حکومته یو شمېر غوښتنې درلودې.
مدني فعال نصرالله فلک د سولې د هڅو چټکول، هغوي چې سوله نه کوي پر ضد د مبارزې چمتوالی، د امنیت ټینګښت، انتخاباتي اصلاحات، بې روزګاره کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول او په بهر کې د افغان مهاجرو د ستونزو حل له حکومت څخه خپلې لویې غوښتنې وبللې.
ښاغلي فلک زیاته کړه:
"د پارلماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د برخلیک مبهم پاتې کېدل د سیاسي ګوندونو کور ته اندیښنې پیدا کړي دي، له هېواده د مغزونو تیښته او په بهر کې د افغان مهاجرینو ستونزو د دوي د بې سرنوشتۍ ترڅنګ افغانستان ته جدي اقتصادي او بشري صدمه رسولې د سیاسي ګوندونو کور په دې برخه کې د حکومت د واضح سیاست غوښتنه کوي."
د ګوندونو او د مدني ټولنو استازو همدا راز وویل، که حکومت د دوی د غوښتنو په اړه چې د ټول ولس غوښتنې دي اقدام ونه کړي، مدني اعتراضونه به پیل کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د شپږم تقنیني کال په پرانیست غونډه کې وویل چې ځینو په دیارلسوه څلور نوویم کال کې د ملي یووالي د حکومت سقوط زمزمې له ځان سره کولې خو د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنې او د حکومت په هڅو دغه ډول اوازې ناسمې وختي او افغان ولس به د یوه واحد ملت په توګه باقي پاتي کېږي.
له دې سره - سره افغان چارواکو هم ژمنه کړې چې د وخت په تیریدو به سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې حل او خلکو ته به د ښه ژوند زمینه برابره شي.
راپور: محمد حدیث پردېس