د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د افغان ځوانانو ټولنې د ښوونکو د هڅونې لړۍ پيل کړې


په ننګرهار کې د افغان ځوانانو په نوم یوې ټولنې د معارف په برخه کې د هغو ښوونکو د هڅونې او ستاینې لړۍ پيل کړې چې په تېر کې يې د معارف په ډګر کې ښه ځليدلي وي.

په همدې هدف په جوړه شوې غونډه کې د دې ټولنې مشر عبدالکریم ناصري وايي ښوونکي په ټولنه کې د اصلاح د رامنځته کیدو او د ښو کدرونو په روزلو کې مهمه ونډه لري.

دی وايي، اکثرو ښوونکو د خپل عمر زیاته برخه د معارف په خدمت کې تېره کړې او له دې لړۍ څخه يې هم د دغه ډول ښوونکو ستاینه او هڅونه ده.

ګردیوال پر ښوونکو غږ وکړ چې په ټولنه کې د تعلیم او تربیه د ودې لپاره جدي کار وکړي دی وايي، د اوسنیو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینې لاره د تعلیم او تربیه پراختیا ده.
ګردیوال پر ښوونکو غږ وکړ چې په ټولنه کې د تعلیم او تربیه د ودې لپاره جدي کار وکړي دی وايي، د اوسنیو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینې لاره د تعلیم او تربیه پراختیا ده.

ښاغلي ناصري زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه هم دا ده چې هغه استادان چې کلونه کلونه يې د معارف په خدمت کې ږیرې سپينې کړي دوی وستایو، قدردانی يې وشي او نور هم وهڅول شي او زموږ ورسره ژمنه ده چې د ښوونکو د حقوقو د ترلاسه کیدو په خاطر به هم موږ ورسره مبارزه کوو."

په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د ځوانانو له خوا دغه پيل شوی حرکت ګټور وباله او په خبره يې له دې سره به نور ښوونکي هم وهڅول شي.

ګردیوال پر ښوونکو غږ وکړ چې په ټولنه کې د تعلیم او تربیه د ودې لپاره جدي کار وکړي دی وايي، د اوسنیو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینې لاره د تعلیم او تربیه پراختیا ده.

ښاغلي ګرديوال زیاته کړه:

"له استادانو نه زموږ هیله دا ده چې سمه ده اوس هم موږ نيمګړتياوې لرو خو هڅه به کوو چې تعلیم او تربیه کیفيت ته کار وکړ ځکه د دې ناخوالو نه د وتو یوازینی لاره همدا د تعلیم او تربیه ده چې باید ورته جدي توجه واړو."

د افغان ځوانانو ټولنې په دې غونډه کې د جلال اباد، بهسود، سرخرود، رودات، خوګياني او لالپورې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي وستایل او ژمنه وکړه چې په راتلوونکې کې به د ښوونکو د ستاینې دا لړۍ نورو لېرې ولسواليو ته هم وغځوي.

راپور: شاه محمود شینواري

XS
SM
MD
LG