تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۳

امریکایي چارواکي وايي، د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوو

د امریکا دفاع وزیر وویل چې هېواد به یې له افغانستانه ملاتړ ته او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اشټون کارټر په هغو مراسمو کې چې د امریکا د پوځ د مرکزي قومانداني مشرۍ په کې له جنرال لوید اسټنه جنرال جوزیف ووتیل ته سپارل کیدله، وویل:

"موږ به خپل اوسني ماموریت ته چې هدف یې د افغانانو ملاتړ دی، دوام ورکوو، ترڅو ښه راتلونکې د دوی په نصیب شي. له تاسو مننه کوم چې القاعده او نور یاغیان مو نه دې پرې ایښي چې په افغانستان کې خوندي پناه ځای پیدا کړي."

د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په عراق او سوریه کې به له داعش سره مبارزه د دې باعث نه شي چې افغانان هېر کړو.

اشټون کارټر زیاته کړه چې امریکا به په منځني ختیځ کې د داعش تر بشپړه ځپلو مبارزې ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر د عراق د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې په وروستیو کې یې ډیر پرمختګونه کړي دي او له داعشه یې نژدې ۴۰ په ۱۰۰ کې هغه سیمې بیرته نیولې دي چې داعش لاندې کړې وې.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د مشرۍ د سپارلو په غونډه کې د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ وویل چې له افغان ځواکونو څخه به ۱۴زره نړېوال ځواکونه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ډانفورډ چې یو وخت په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قوماندان و، زیاته کړه چې د اوس لپاره امریکایي ځواکونو له عراق او سوریې نیولې تر پاکستان او افغانستان پورې ګواښونه شته، خو په دغو هېوادو کې د شریکانو شتون د یاغیانو د ځپلو لپاره اغیزمن تمام شوی.

ډانفورډ وویل چې له افغان ځواکونو څخه به ۱۴زره نړېوال ځواکونه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ډانفورډ وویل چې له افغان ځواکونو څخه به ۱۴زره نړېوال ځواکونه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي ډانفورډ زیاته کړه:

"د امریکا مرکزي قوماندانۍ به په افغانستان کې له نړېوال ایتلاف سره یوځای چې شمېر یې ۱۵ زره کیږي او ۱۰زره یې امریکایي پوځیان دي، مبارزې ته ادامه ورکړي. په تیرو درېیو کلونو کې د امریکا مرکزي قومانداني یو پلان پلی کړ چې له مخې یې تر ۱۰۰ زره ډیر پوځیان په افغانستان کې کم کړل."

د امریکا د مرکزي قومانداني پخواني او اوسني عمومي قوماندانانو په افغانستان او نړۍ کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه. لوید اسټن درې کاله د دې مرکز عمومي قوماندان و او د چهارشنبې له ماسپښین وروسته یې مسوولیت د امریکا د دفاع وزیر مخې ته د ولسمشر بارک اوباما له سلا سره سم جوزیف ووتیل ته وسپاره.

راپور: اجمل صدیق

​
XS
SM
MD
LG