افغان فوټبال ملي ټیم نن د سنګاپور فوټبال ملي ټیم ته ۲ د ۱ په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مطبوعاتي څانګې مسؤول علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبغاړو په نننۍ حمله کوونکې لوبه کې وکولی شول مقابل ټیم ته ماتې ور کړي.
د افغانستان لومړی ګول یوسف شېرزاد او دوهم یې اماني لوبغاړي تر سره کړ.
دغه سیالي د ایران مرکز تهران په تختي سټیډیوم کې چې ۲۷ زره مینه وال ورغلي وو تر سره شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په یاد بري سره د اسیا ملت جام راتلونکي دور لوبو ته لار پیدا کړه.
افغان فوټبال ټیم تر دې وړاندې خپله لوبه جاپان لوبډلې ته بایللې وه.