د ملي شورا پر ودانۍ پرونۍ راکټې حمله، د تروریستي ډلو ګواښونه او د سولې نامعلومه راتلونکې د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.
کابل پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملي شورا پر ودانۍ راکټي بریدونه د پاکستان د تل پاتې دښمنۍ بله نښه.
په سرمقاله کې راغلي چې د ملي شورا پر ودانۍ پرون په داسې حال کې توغندیي برید وشو چې په ولسي جرګه کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو استجوابیه غونډه روانه وه.
د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملي شورا نوې ودانۍ افغانانو ته د هند د خلکو یوه ډالۍ ده خو پر دې ودانۍ حمله له یوې خوا د استخباراتي کړېو کمزوري ښيي او له بل لوري د هند له پروژو سره د پاکستان دښمني.
خبردار! په ولس وژنه کې د چا خیر نشته، دا د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي چې د ورځې په تیریدو پر حکومت د ولس باور کمیږي او ولس د حکومت او طالبانو د عملیاتو قرباني دی.
د سرمقالې لیکوال د هلمند د تریخ ناور په سیمه کې د ملکیانو وژنې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د هلمند لپاره اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان هم دغه ملکي وژنه تائید کړې او د څیړنې ډاډ یې ورکړی دی.
لیکوال اندیښنه څرګنده کړې که اوسنی ناوړه وضعیت دوام وکړي هیچاته به د اوسپنیزو کلاو په منځ کې اوسنۍ پاچاهي پاته نه شي.
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د پاکستان د لاهور ښار وروستۍ خونړۍ حملې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې دا حمله هم د پاکستان له خوا د ترهګرو د روزلو نتیجه وه.
په سرمقاله کې راغلي، هغه ماران چې پاکستان د افغانستان لپاره روزل اوس یې خپله پاکستان و چیچه او د ورځې په تیریدو یې ګواښونه زیاتیږي.
د ورځپاڼې په باور، پاکستان باید له دې حملو عبرت واخلي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
چراغ ورځپاڼې بیا روانو ناامنیو ته په کتو خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د سولې تیاره راتلونکې.
په سرمقاله کې راغلي چې طالبان سولې ته چمتو شوي نه دي بلکې برعکس یې د جګړې لیکې پياوړې کړي او کمانډو قطعات یې رامنځ ته کړي دي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، له پاکستانه که څه هم افغان حکومت د سولې په برخه کې د همکارۍ تمه کوي، خو د لیکوال په خبر څو چې د پاکستان اهداف چې په افغانستان کې د هند د ګټو زیانمنول دي، پوره نه شي، د سولې په بهیر کې همکاري نه کوي.